امنیت سویلي آسیا

پاکستاني رسنۍ: د بلوچستان په چاغي سیمه کې د سرحدي ځواکونو پر مرکز بريد شوی دی

د پاکستان د بلوچستان په چاغي سیمه کې د سرحدي ځواکونو پر مرکز بريد شوی دی.

د رسنیو په حواله تر بريد وروسته شاوخوا دوه ساعتونو لپاره ډزې روانې وې او څو چاودنې هم شوې دي.

د پاکستان امنیتي مسوولانو ویلي، دغه برید تیره شپه پایته ورسید خو تر دې دمه د پاکستان سرحدي ځواکونو ته د اوښتو زيانونو په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي.

د بلوچستان ازادۍ جبهې (بي اېل اېف) په يوه خبرپاڼه کې ددغه بريد مسوولیت منلی دی.

دا برېد داسې مهال شوې، چې روانه اونۍ د پاکستان د پوځ ویاند په دغه هېواد کې د وسله والو بریدونو د شمېر زیاتوالي خبر ورکړی وو.

د پاکستان د پوځ ویاند احمد شریف چودري ویلي، له تېر یو کال راهیسې په بلوچستان او خیبر پښتونخوا کې سلګونه وسله وال بریدونه شوي دي، چې زرګونو پاکستاني سرتېرو او پولیسو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده،