د پاکستان د زنداني پخواني لومړي وزير عمران خان خور نورین نيازي د پوځ مشر عاصم منير ته خبرداری ورکړی که د هغې پر ورور څه وشي، نو د پوځ د مشر اولادونه به په دغه هېواد کې هېڅکله خوندي نه وي.
نورین نیازي ویلي،عمران خان په پاکستان کې له بنسټیزو بشري حقونو محروم شوی.
هغې د انډیا ټوډې رسنۍ سره په خبرو کې اوسنی حالت “د پاکستان د تاريخ تر ټولو تياره دوره” وبلله او ويې ويل: “یوه خبره چې عمران وکړي، د هغه پلویانو به د زندان دروازې ماتې کړي او هغه به خلاص کړي.”
هغې لا وړاندې وويل چې د عاصم منير تر واکمنۍ لاندې پاکستان “د هټلر له دورې هم بدتر” دی او زیاته يې کړه چې له درې اوونيو زيات وخت کېږي چې د خپل ورور هېڅ خبر نه لري.
