افغانستان امنیت

د پاکستان پوځ په محتاطه توګه پر افغانستان هوایي بریدونه رد کړل

د پاکستان پوځ په محافظه کاره ډول پر افغانستان دتېرې شپې شوي هوایي بریدونه رد کړي.

وروسته له هغې چې طالبانو ادعا وکړه،پاکستان د افغانستان په خاوره کې د شپې پر مهال هوايي بریدونه کړي، د پاکستاني پوځ ویاند پرته له دې چې دا بریدونه په ښکاره رد يا تأييد کړي، ويلي چې اسلام‌اباد هېڅکله له اعلان پرته پوځي اقدام نه ترسره کوي او د پاکستاني ځواکونو هدف هېڅ وخت ملکي کسان نه وي.

طالبانو ویلي چې تېره شپه د کونړ، پکتیکا او خوست په ځينو سیمو کې د پاکستاني ځواکونو په بریدونو کې لږ تر لږه ۱۰ ملکي وګړي وژل شوي دي.

د پاکستان د پوځ وياند احمد شریف چودري، د سه‌شنبې په سهار له خبریالانو سره په خبرو کې د دې پېښې په تړاو وويل:
«کله چې پاکستان چیرې برید کوي، هغه اعلانوي. موږ هېڅکله ملکي کسان نه نښه کوو.»

شریف چودري زیاته کړه: «زموږ له نظره ښه او بد طالبان نشته؛ موږ د هېڅ ډول ترهګرو ترمنځ توپیر نه کوو.»

د پاکستان د پوځ ویاند په خبره، د طالبانو اداره باید «د یوه رسمي حکومت په توګه پرېکړې وکړي، نه د یوه غیر دولتي لوبغاړي په توګه.»

چودري رسنیو سره خبرو کې دا پوښتنه هم وکړه چې

«د افغانستان اوسنی حاکمیت تر کله موقت پاتې کېږي؟»

طالبانو دغه بریدونه «د افغانستان د هوايي حریم سرغړونه» بللې او خبرداری یې ورکړی چې په مناسب وخت کې به یې ځواب ووايي.