د پښتونخوا نېشنل عوامي ګوند شریک مشر مختار خان یوسفزی وايي طالبان د ملي مشروعیت له سخت بحران سره مخ دي او پکار ده چې هر څومره ژر شونې وي، په افغانستان کې د یو ملي او ولسواک نظام د جوړېدلو لپاره لار هواره شي.
یوسفزي چې نن سهشنبه (د لېندۍ ۴مه) په پېښور اسلامیه کالج پوهنتون کې د پښتونخوا لوستونکو سازمان یوې غونډې ته وینا کوله، وویل چې د قانون د نشتون له کبله افغانان له سختو شرایطو لاندې ژوند کوي، او «له قانونه بېبرخې ټولنه د ځنګله له ژوند سره ډېر توپیر نه لري.»
نوموړي ټینګار وکړ چې طالبان باید د یو اساسي قانون پر جوړولو کار وکړي او د یو ټولګډونه حکومت د رامنځته کېدو لپاره زمینه مساعده کړي، څو هېواد د ناامنۍ، سیاسي بېثباتۍ او اقتصادي ځوړتیا له روان وضعیت څخه ووځي.
یوسفزي همداراز د پاکستان له لوري پر خوست، کونړ او پکتیکا د وروستیو هوايي بریدونو په سختو ټکو غندنه وکړه او ویې ویل چې دا ډول تهاجمي ګامونه نه یوازې د افغانانو حاکمیت تر پښو لاندې کوي، بلکې د سیمې ثبات له جدي ګواښ سره مخ کوي. زیاته یې کړه چې د بېګناه ملکي خلکو وژل د هېڅ ډول سیاسي، امنیتي او ډیپلوماتیک منطق له مخې د توجیه وړ نه دي، او پاکستان باید د تاوتریخوالي پر ځای د شخړې د حل لپاره د سیاسي خبرو لاره خپله کړي.
د پښتونخوا نېشنل عوامي ګوند شریک مشر په خپلو خبرو کې زیاته کړه چې نړیوال قوتونه هڅه کوي سیمه یو ځل بیا بېثباته کړي، او د افغانانو پر ملي او طبیعي شتمنیو د لاسوهنې او تېري نښې ورځ تر بلې زیاتې شوې دي.
نوموړي خبرداری ورکړ چې «له نښو نښانو داسې ښکاري چې ټول وطن له یو بد راتلونکي سره مخ دی» او زیاته یې کړه چې «ټول لر او بر افغانان باید د راتلونکو ننګونو لپاره چمتو وي او د بدمرغیو د مخنیوي لپاره ګډ اقدام وکړي.»
یوسفزي د پاکستان له لوري د افغان کډوالو جبري ایستنه د کډوالۍ د نړیوالو اصولو ښکاره سرغړونه وبلله او ویې ویل چې دا کار د بشري حقونو او نړیوالو تړونونو خلاف عمل دی.
نوموړي په پای کې یو ځل بیا پر دې ټینګار وکړ چې د افغانستان روان کړکیچ یوازې هغه وخت ختمېدای شي چې ټولو وګړو ته د ګډون، استازیتوب او سیاسي تصمیمنیونې مساوي زمینه برابره شي او د خلکو پر رایه ولاړ یو ملي حکومت رامنځته شي.
