ښځې

د خپلواکۍ غوښتونکو مېرمنو غورځنګ: د افغانستان ښځې نه چوپ کېدونکې او نه ماتېدونکې دي

د افغانستان د خپلواکۍ غوښتونکو ښځو غورځنګ، د «د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو نړیوالې ورځې» (۲۵ نومبر) په مناسبت په یوه اعلامیه کې ویلي دي چې د هېواد ښځې او نجونې نه چوپ کېدونکې او نه ماتېدونکې دي.

په دې اعلامیه کې، د ښځو د اوسني وضعیت په اړه ټینګار شوی چې: «هغوی د طالب د مېرمنې ضد او ناپوهې واکمنۍ پر وړاندې د عدالت، عزت او مقاومت غږ دی. د تورتم او تحجر په منځ کې افغان مېرمنو د پوهاوي، هیله‌مندۍ او خپلواکۍ ډیوه روښانه ساتلې ده.»

د دې غورځنګ غړو د «تبعیض ته نه او چوپتیا ته نه» په شعارونو سره ویلي چې «هیڅ ځواک، دود یا د دین کوم تفسیر» دا حق نه لري چې د ښځو پر وړاندې ظلم توجیه کړي.

اعلامیه زیاتوي: «د افغانستان ښځې د هېواد د ثبات ستنې دي؛ د پوهې ښوونکې، د نسلونو روزونکې او د بشري ټولنې جوړونکې دي. د ښځې له منځه وړل د افغانستان د راتلونکي له منځه وړل دي، او د ښځې ازادي له جهل څخه د خلاصون او د ټولنې د پرمختګ پیل دی. هېڅ ټولنه د خپلو ښځو له ازادۍ پرته له تیارو نه شي وتلی.»

دغه غورځنګ وايي چې تېرو څلورو کلونو کې میلیونه افغان ښځې او نجونې په «کورنیو زندانونو» کې ژوند تېروي؛ له زده کړو، کار، تفریحي حقونو او ان د ازاده ساه اخیستو څخه هم محرومې دي.

معترضو مېرمنو ټینګار کړی چې نور د «بې‌عمله ژمنو او ظاهري خواخوږیو» څخه ستړې شوې دي.

هغوی وايي: «موږ هم د نړۍ د نورو ښځو په څېر حق لرو چې ژوند وکړو، زده کړې وکړو، کار وکړو او په ازادۍ ساه واخلو.»

په اعلامیه کې زیاتېږي چې پر ښځه باور، پر بدلون او د انسان پر کرامت باور دی. تر هغې چې یوه ښځه هم په بند کې وي، هېڅوک ازاد نه دي.

د «د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو نړیواله ورځ» هر کال د نومبر په ۲۵مه یا د لېندۍ په څلورمه نمانځل کېږي. دغه ورځ د ښځو او نجونو پر وړاندې تاوتریخوالي ته د نړیوالو پام رااړولو او د دې پدیدې د پای ته رسولو لپاره د نړیوالو هڅو د پیاوړتیا موخه لري.

دا ورځ د هغو دریو سیاسي فعالو میرمنو، «د میرابال خویندو»، د «بې‌رحمانه وژنې» په ویاړ ټاکل شوې ده، چې په دومینیکن جمهوریت کې وژل شوې وې.