د ډونالډ ټرمپ ادارې امر کړی چې د جو بایډن د حکومت پرمهال د منل شویو ټولو کډوالو دوسیې بېرته وڅېړل شي. دا خبره د حکومت په یوه داخلي یادښت کې شوې چې رسنیو ته رسېدلې ده. دغه بېساری اقدام د شاوخوا ۲۳۳ زرو هغو کډوالو قضیې بېرته پرانیزي چې د ۲۰۲۱ له جنوري تر ۲۰۲۵ تر فبرورۍ پورې امریکا ته ور داخل شوي دي.
په یادښت کې، چې د کډوالۍ او تابعیت د ادارې مشر لاسلیک کړی، ویل شوي چې امکان لري د بایډن حکومت د کډوالو د منلو پر مهال د پوره مرکې او دقیقې ارزونې پر ځای چټکتیا او شمېر زیاتوالي ته لومړیتوب ورکړی وي. له همدې امله، اداره غواړي د دې مودې ټولو منل شویو کسانو بیا ارزونه او بیا مرکه ترسره کړي. که دا ثابته شي چې چا د کډوالۍ شرطونه نه وو پوره کړي، نو د هغوی کډوالۍ حیثیت به ختم شي.
د بایډن د دورې ټولو کډوالو ته د دايمي استوګنې د غوښتنلیکونو بهیر هم تر نامعلومې مودې درول شوی دی. د کډوالۍ ادارې تر اوسه په دې اړه رسمي څرګندونې نه دي کړې.
ټرمپ، چې سږکال واک ته رسېدلی، د بایډن له تګلارو سره په ښکاره توګه مخالف دی او د کډوالۍ په برخه کې یې سخت دریځ خپل کړی دی. هغه د ۲۰۲۶ مالي کال لپاره د کډوالو د منلو حد یوازې اووه نیم زره تنه ټاکلی، چې د امریکا په تاریخ کې تر ټولو ټیټ شمېر بلل کېږي.
ډیموکراټان او د کډوالو د ملاتړ ډلې دا پرېکړه «ظالمانه، بېځایه او د کډوالو د حقونو خلاف» بولي. د یو بشري بنسټ مشر ویلي: «کډوال تر ټولو سخته حالت تېروي؛ نو د هغوی بله بیا ارزونه بېدلیل او زیانمنه ده.»
د ټرمپ اداره وايي چې د کډوالو منل باید د ملي امنیت له معیارونو او د ټولنې له منلو وړتیا سره سم ترسره شي.
