اروپايي ټولنې او پاکستان په یوه ګډه اعلامیه کې له طالبانو غوښتنه کړې چې د افغانستان په خاوره کې له «فعالې ترهګرۍ ضد ډلې» سره جدي مبارزه وکړي او د بشري حقونو، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د حقونو د خوندیتوب ډاډ ورکړي.
دا اعلامیه نن یکشنبه، د بروکسل په ښار کې د پاکستان او اروپايي ټولنې د ستراتیژیکو خبرو اترو له ترسره کېدو وروسته خپره شوې ده.
د غونډې مشري د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر، اسحاق ډار، او د اروپايي ټولنې د عالي استازې کایا کالاس، پر غاړه وه.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، دواړو لورو په دې ناستې کې د اسلاماباد او طالبانو ترمنځ د وروستیو کې د ترینګلتیاوو او دغه راز د خبرو له لارې د سولې، ثبات او د اختلافاتو د حل په اړه ټینګار کړی دی.
د ګډې اعلامیې په یوه برخه کې ویل شوي دي: «دواړو لورو د افغانستان له چارواکو وغوښتل چې د ترهګرۍ د له منځه وړلو لپاره رغنده رول ولوبوي.»
اروپايي ټولنې او پاکستان د افغانستان د خرابېدونکي اقتصادي او ټولنیز وضعیت په اړه خپله اندېښنه څرګنده کړې او ټینګار یې کړی چې دوی د یو «ثابت، سولهییز او ځان بسیا افغانستان» ملاتړ کوي.
اروپايي ټولنې د افغان کډوالو د پراخه اخراج په تړاو ویلي چې هر ډول بېرته ستنېدنه باید «خوندي، له درناوي ډکه او د نړیوالو معیارونو مطابق» ترسره شي.
په اعلامیه کې طالبانو ته سپارښتنه شوې چې د بشري حقونو، په ځانګړې توګه د ښځو، نجونو او زیانمنو ډلو د حقونو ملاتړ وکړي او د ملګرو ملتونو تر چتر لاندې له هغه سیاسي بهیر سره همکاري وکړي چې د دوحې د پروسې له اصولو سره سمون لري.
د وروستیو میاشتو په اوږدو کې د تحریک طالبان پاکستان (TTP) د بریدونو په زیاتېدو او ترهګرۍ پر سر د اختلافاتو له امله، د اسلاماباد او طالبانو اړیکې سخت فشار لاندې راغلي دي.
پاکستان تور لګوي چې طالبان د دې ډلې جنګیالیو ته اجازه ورکوي چې د افغانستان له خاورې د پاکستان پر پوځ او امنیتي ځواکونو بریدونه ترسره کړي؛ خو طالبان دا تورونه ردوي.
په اکتوبر میاشت کې پر کابل د پاکستان هوایي بریدونو او بیا د دواړو هېوادونو ترمنځ وسله والو نښتو له پېښو وروسته، د دواړو لورو پلاوو په ترکیه او قطر کې څو ځله خبرې وکړې، خو دغه مذاکرات کوم عملي پایله نلرله.
