ورزش

کرېکټ؛ د افغانستان نولس کلنو ملي لوبډلې د هند سیاله لوبډله ماتې کړه

د افغانستان د نولس کلونو کم عمره ملي لوبډلې د یوې زړه راښکونکې لوبې پر ترڅ کې د هند نولس کلنو الف لوبډلې ته ماتې ورکړه او په روانه درې اړخیزه سیالۍ کې یې خپله دویمه لوبه د ۶ ویکټو په توپیر په بریا پای ته ورسوله.

دا لوبه د جمعې په ورځ په عمان کې ترسره شوه.

له نوولس کلنو کم عمره ملي لوبډلې د درې اړخیزې لوبلړۍ لړ کې د خپلې دویمې لوبې په لومړۍ پاڼۍ کې د یوې بهترینۍ توپ اچونې په پایله کې د هند نوولس کلنو الف لوبډلې ټول لوبغاړي په ۱۶۱ منډو له ډګره بهر کړل.  

هندۍ لوبډلې افغان لوبډلې ته ۱۶۲ منډې هدف ټاکلی و، افغان لوبډلې په بریا سره ټاکلی هدف پوره کړ.

د افغان لوبډلې په ګټه سلام خان احمدزي ۳، خاطر ستانکزي، سهیل خان او نظیف الله امیري ۲-۲ او عبدالعزیز یوه ویکټ ترلاسه کړه.

په دې بریا کې د افغان لوبډلې په ګټه په توپوهنه کې فیصل خان شینوزاده ۶۱، عزیرالله خان نیازي ۴۲* او عثمان سادات ۱۷ منډې جوړې کړې.