د زابل ولایت یو شمېر اوسېدونکي وایي سره له دې چې څو سوه متري څاګانې کيندل شوي، بیا هم کافي اوبه نه ترلاسه کېږي. دوی ټینګار کوي چې حتی د څښاک اوبه هم په ډېره سختۍ برابرېږي.
د زابل د اوبو او انرژۍ مسؤلین وايي چې سږکال د دغه ولایت د ځمکې اوبو کچه د دوو مترو څخه تر پنځه نیمو مترو پورې ټیټه شوې ده. دغه حالت بڼوال اندېښمن کړي او د کرنیزو ځمکو د ورانېدو ګواښ یې زیات کړی دی.
د زابل د اوبو او انرژۍ ریاست مشاور لطفالله وايي: «په کلات ښار او ولسوالیو کې د هایدروجیولوژیکي معلوماتو پر بنسټ، ځمکنۍ اوبه شاوخوا له دوه مترو تر پنځه نیمو مترو ټیټې شوي دي. د دې عمده لاملونه د بارانونو کمښت، د ځمکې تودېدل او د اقلیم بدلونونه دي.»
ځینې اوسېدونکي وایي، که څه هم ژورې څا ګانې کيندل شوي، بیا هم د اړتیا وړ اوبه نه ترلاسه کېږي. جمعهالدین، یو بل اوسېدونکی وايي: «اوبه وچې شوي دي. مخکې په څلوېښت مترو کې اوبه وې، اوس په ۱۵۰ مترو کې هم کمې د څښاک اوبه موندل کېږي.»
سیدالله، بل اوسېدونکی زیاتوي: «پخوا اوبه ډېرې وې او په سطحه کې هم پیدا کېدې، خو اوس شدیده وچکالي ده. موږ خپله ۲۵۱ متري څا کيندلې، خو یوازې دومره اوبه ترلاسه کېږي چې د څښاک لپاره کافي وي، باغونه په بشپړ ډول وچ پاتې دي.»
ملګري ملتونو خبرداری ورکړی چې افغانستان د سختې وچکالۍ له ګواښ سره مخ دی، او دا ناورین د هېواد په ډېرو ولایتونو کې د بزګرانو او خلکو ژوند ته جدي خطر پېښوي.
