د ایران د بهرنیو چارو وزارت نن د جمعې په سهار په یوه اعلامیه کې وویل چې د اټومي انرژۍ د نړیوال آژانس د حکامو شورا وروستۍ پرېکړه، چې د ایران د سلمي اټومي پروګرام په اړه تصویب شوې، غیرقانوني او بېاساسه ده.
وزارت وویل چې دغه پرېکړه د امریکا، بریټانیا، فرانسې او جرمني په فشار تصویب شوې او د دغو هېوادونو «غیرمسئولانه چلند» ښيي. د اعلامیې له مخې، دا پرېکړه د پراختیا د مخنیوي تړون اصول تر پښو لاندې کوي او د هغو پخوانیو پرېکړو تکرار دی چې له ډېر وخت راهیسې لغوه شوې دي.
ایران ټینګار وکړ چې د آژانس حکامو شورا قانوني صلاحیت نه لري چې د امنیت شورا پای ته رسېدلې پرېکړې بېرته راژوندۍ کړي. وزارت وویل چې امریکا او اروپايي هېوادونه د ایران د حقونو په خلاف فشار اچوي او دا چلند د نړیوالو بنسټونو اعتماد ته ضرر رسوي.
اعلامیه زیاتوي چې د ایران د ځینو اټومي مرکزونو د تفتیش ستونزې د امریکا او اسراییلو د پوځي بریدونو پایله ده، خو د پرېکړې مسودې جوړوونکو دا موضوع په لوی لاس پټه کړې ده.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت هغه هېوادونه وستایل چې د پرېکړې ملاتړ یې ونه کړ او ټینګار یې وکړ چې ایران به د خپل سلمي اټومي حق له دفاع لاس وانخلي.
