د ایران د کورنیو چارو وزیر، سکندر مومني، ویلي چې سږکال له ایران څخه شاوخوا ۱.۵ میلیونه افغانان خپل هېواد ته ستانه شوي دي.
د نړیوالو ادارو د راپورونو له مخې ډېری ستنېدنې د زور له لارې شوي؛ خو مومني ادعا کړې چې شاوخوا ۷۰ سلنه ستنېدنې «رضاکارانه» وې. د نومړي په وینا دې موضوع په ایران کې، په ځانګړي ډول په اقتصادي، ټولنیزو او امنیتي برخو کې خپل اغېز ښودلی او دا یو «ډېر ستر» اقدام دی.
د راپورونو پر اساس، وزیر دغه څرګندونې د چهارشنبې په ورځ د «د وګړو د پالیسي جوړونې او همغږۍ شورا» په غونډه کې کړي او زیاته کړې یې ده چې ایران له ګاونډیو هېوادونو، په ځانګړي ډول افغانستان سره ډېر تاریخي مشترکات لري.
مومني ویلي: «ډېری و ګړي چې په ایران کې ژوند کوي، د هېواد په اقتصاد کې مرسته کوي او له خپلو خلکو سره ګډ ژوند لري؛ خو د هېواد وضعیت اجازه نه ورکوي چې له دې زیات مېلمانه ومنو.»
هغه همدارنګه ویلي چې په ایران کې باید مقررات داسې وي چې د هر بهرني وګړي ننوتل له قانوني لارې وي، لکه څنګه چې په ټولې نړۍ کې عملي کېږي.
د وزیر په وینا، د سږ کال یوه نوې پرېکړه د کاري ویزو موضوع ده. ډېری بهرني کډوال په ایران کې کار کوي، خو دقیق شمېر نه لري او د ځینو هویت هم معلوم نه دی، ځکه قانوني نه دي راغلي. ټاکل شوې چې په هغو کارونو کې چې د کار وزارت یې ټاکي او ایرانيان پکې کار نه کوي، د کار ویزه ورکړل شي. په دې توګه په کارونو کې د کډوالو حضور مدیریت کېږي او هر کار ورکوونکي ته د اړتیا وړ شمېر کارکوونکي د ویزو له لارې ورکول کېږي.
مومني ټینګار کړی چې له ایران څخه به د افغان کډوالو د ایستلو طرحه په پوره قوت ادامه ومومي، خو د بیاکتنې، ارزونې او اصلاح لپاره به هم اقدامات کېږي.
هغه ادعا کړې چې د ګڼ شمېر سروې ګانو پر اساس، له ۸۰ سلنه زیات ایرانیانو ویلي چې دا طرحه «ښه ده او باید دوام ولري.»
په ورته وخت کې رسمي شمېرې ښيي چې ایران په اوس وخت کې هره ورځ شاوخوا ۳۰۰ افغان کډوال چې ښځې، ماشومان او مشران هم پکې شامل دي، د سرحدي دروازو له لارې او په زور هېواد ته ستنوي، حال دا چې په تېرو میاشتو کې دا شمېر د ورځي په زرګونو و.
دا اقدام د نړیوالو ادارو او د بشري حقونو مدافعینو پراخه غبرګونونه راپارولي، خو ایران تر اوسه په دې لاره کې بدلون نه دی راوستی او پر دوام یې ټینګار کوي.
