Uncategorized @ps د آمو حوزه سیاست

طالبانو له تاجکستاني پلاوي غوښتې، چې د رسمیت پېژندې سربېره تاجکستان کې د افغانستان سفارت دوی ته وسپارئ

Tajikistan’s delegation in a meeting with Taliban’s border and tribal affairs minister in Kabul.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت څخه با خبره سرچینو آمو ته ویلي چې طالبانو د تاجیکستان له ۱۴ کسیز لوړپوړي پلاوي سره د کابل په لیدنو کې د خپلې ادارې رسمیت پېژندنه او د تاجیکستان سفارت سپارل غوښتي دي.

د سرچینو په وینا، تاجیکستاني پلاوي تراوسه د دغو غوښتنو په اړه هیڅ جدي غبرګون نه دی ښودلی.

دغه پلاوی، چې مشري یې د افغانستان لپاره د تاجکستان ځانګړي استازي په غاړه ده، د پنځو ورځو لپاره کابل ته ورغلی او له طالبانو د رئیس‌الوزرا، د دفاع وزیر، د بهرنیو چارو وزیر، د اردو د لوی درستیز، د سرحدونو وزیر او د استخباراتو له مشر سره یې جلا جلا لیدنې کړې دي.

سرچینې وایي چې تاجکستاني پلاوي په خبرو کې زیات تمرکز پر د بندیانو تبادله، د سرحدي امنیت ټینګښت، د ترهګرۍ ضد مبارزې، اقتصادي همکاریو پراختیا او په ځانګړې توګه د بدخشان د سرو زرو د کان پر مسئله درلود.

د سرچینو په وینا، طالبانو د دغو موضوعاتو تر څنګ د تاجیکستان څخه د رسمیت پېژندنې، د اړیکو د پراخېدو او د سفارت د سپارلو غوښتنې هم مطرح کړې، خو تاجکستاني پلاوي لا تر اوسه په دې هکله روښانه دریځ نه دی اعلان کړی.

تاجکستان په وروستیو څلورو کلونو کې د طالبانو د سیاسي او پوځي مخالفانو د ملاتړ په خاطر د هغو هېوادونو له ډلې ګڼل کېده چې د طالبانو حکومت ته یې سفارت نه دی سپارلی، او لا هم د افغانستان په ګاونډ کې یوازینی هېواد دی چې سفارت یې طالبانو ته نه دی ورکړی.

له بلې خوا د بشري حقونو فعالان خبرداری ورکوي چې د هېوادونو له لوري له طالبانو سره د تعامل وروستي ګامونه باید د افغانستان د بشري وضعیت د له پامه غورځولو لامل نه شي.

د دوی په باور، نړیواله ټولنه باید په هر ډول تعامل کې د افغان خلکو د حقونو خوندیتوب لومړیتوب وبولي.