سوداګري

د طالبانو د سوداګرۍ وزیر له چابهار بندر څخه د ګټې اخیستنې په موخه هند ته روان شو

د سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي په مشرۍ د طالبانو پلاوی هند ته روان دی

د طالبانو د سوداګرۍ وزیر، نورالدین عزیزی، د چهارشنبې په ورځ د یو پلاوي په مشرۍ هند ته سفر وکړ.

د طالبانو د وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د دغه سفر موخه د چابهار بندر فعالول، د هند پانګونې جلبول او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ پراختیا ده.

د خبرپاڼې له مخې، پلاوی به د «پراګتي میدان» نندارتون وګوري او د هند د بهرنیو چارو او سوداګرۍ وزارتونو چارواکو او د خصوصي سکتور استازو سره به هم خبرې وکړي.

د وزارت په وینا، مرکزي خبرې به د اقتصادي همکاریو پراختیا، د سوداګرۍ اسانول، د ګډو پانګونو زمینه برابرول او په سیمه‌ییزو ټرانزیټي لارو کې د افغانستان رول پیاوړی کول وي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د اته ورځنۍ نښتې له پیل سره، د افغانستان او پاکستان ټول سرحدي لارې د سوداګرۍ او مسافرو پرمخ تړل شوي دي.

تر دې دمه د ۴۰ ورځو تېرېدو او د استانبول په مذاکراتو کې د دواړو لورو د موافقې نشتوالي له امله لا هم هېڅ اقدام د سرحدي لارو د پرانیستلو لپاره نه دی شوی، حال دا چې دغه لارې د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ لپاره ډېر مهمې دي.

مخکې د طالبانو د لومړي وزیر اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر ویلي و، که پاکستان غواړي له افغانستان سره سوداګریزې لارې پرانیزي، باید «کلک او پیاوړي تضمینونه» ورکړي. هغه ټینګار کړی و چې دغه لارې به یوازې په هغه صورت کې پرانستل شي چې تضمین شي، «هیڅ وخت، که جګړه وي یا عادي حالت، بیا نه تړل کېږي.»