د طالبانو د کډوالو چارو کمېسیون وايي چې تېر ورځ (سې شنبه، د لړم ۲۷مه) پاکستان ۷۰۷۵ افغان کډوال له هېواده ایستلي دي.
کمېسیون وايي، په همدې موده کې ۲۵۱ تنه نور افغانان له ایران څخه هم په جبري او اختیاري ډول افغانستان ته ستانه شوي دي.
دغه کډوال د تورخم، سپین بولدک، اسلامکلا او ورېښمو پل له لارو هېواد ته ستانه شوي دي.
پاکستان یوه ورځ مخکې هم ۷۸۴۹ افغان کډوال وایستل، چې د کډوالو د ایستلو د روانې لړۍ د چټکتیا څرګندونه کوي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ په وروستي راپور کې ویل شوي چې د تېرې اوونۍ په جریان کې ۳۵،۰۹۲ افغان کډوال له پاکستان او ایران څخه بېرته افغانستان ته ستانه شوي، چې لویه برخه یې په جبري ډول ایستل شوي دي.
د راپور له مخې، له بېرته ستنو شویو کسانو څخه ۱۷،۰۲۷ تنه نارینه او ۱۸،۰۶۵ تنه ښځې دي. دا کډوال د نومبر له ۹مې تر ۱۵مې نېټې افغانستان ته داخل شوي دي.
د پاکستان رسنۍ راپور ورکړی چې د راولپنډۍ پولیسو د افغان کډوالو د نیولو لپاره ځانګړې ډلې جوړې کړې دي، څو هره ورځ کډوال ونیسي او د اخراج لپاره لنډمهاله کمپونو ته ولېږدوي.
رسمي سرچینې وايي، دغه ځانګړې ډلې ۱۳ ټیمونه لري، چې هر ټیم کې څلور پولیس، یو پلي استخباراتي کارکوونکی، او د ترهګرۍ ضد ادارې، امنیتي څانګې او ځانګړې څانګې یو استازی شامل دی.
