د ایران د سیستان او بلوچستان ولایت د نیمروز ولسوالۍ د پولیسو مشر حسین میرصوفي ویلي چې د افغانستان ۲۳۰ هغه کډوال چې قانوني اسناد نه لري، د دغه هېواد د پولیسو لهخوا نیول شوي دي. ایراني چارواکي دا کسان «غيرقانوني بهرني وګړي» بولي.
د ده په وینا، دغه کسان د نیمروز او زهک په ولسوالیو کې د امنیتي عملیاتو پر مهال نیول شوي دي.
ایراني رسنۍ لیکي چې دا نیونې د «ټولنیز امنیت د تأمین» تر عنوان لاندې شوې دي، او له کډوالو سره یو ځای پنځه تنه د غلا په تور او ۱۳ تنه د نشهيي توکو د کارونې او قاچاق په تور هم نیول شوي دي. د عملیاتو پر مهال ۱۳ موټرونه هم ضبط شوي دي.
د کډوالو د نیونې دغه موج په داسې حال کې زور اخیستی چې ایران له اسراییلو سره له لنډې جګړې وروسته د افغان کډوالو د نیولو او جبري ایستلو لړۍ نوره هم تېزه کړې ده. د کډوالو د چارو فعالانو په وینا، په دې موده کې زرګونه افغانان، چې ډېری یې کورنۍ، ښځې او ماشومان دي، په زور له دغه هېواده ایستل شوي دي.
د ملګرو ملتونو په ګډون ګڼو نړیوالو بنسټونو او د کډوالو د حقونو مدافعانو د ایران دغه کړنې غندلې او دا یې د بشري ارزښتونو او د پناهاخیستونکو د خوندیتوب له اصلونو سره په ښکاره ټکر کې بللې دي. ایران بیا تر اوسه په خپله تګلاره کې د بدلون کومه نښه نه ده ښودلې.
