د لبنان د روغتیا وزارت وایي، د سهشنبې په ورځ د جنوب لبنان په عینالحلوه فلسطیني کډوالو کمپ کې د اسراییلو هوایي برید لږ تر لږه ۱۳ کسان وژلي او ګڼ نور یې ټپیان کړي دي.
د راپورونو له مخې، برید د صیدا ښار په څنډه کې شوی او ټپیان روغتونونو ته لېږدول شوي دي. وزارت له خلکو غوښتي چې د ټپیانو د ژغورنې لپاره د وینې بسپنه وکړي.
د لبنان دولتي خبري اژانس وايي، یوه بېپیلوټه الوتکه لومړی د خالد بن ولید جومات ته څېرمه پر یو موټر برید وکړ، او ورپسې درې توغندي هم په جومات او د هغه اړوند مرکز ولګېدل.
اسراییلي پوځ ادعا کړې چې هدف یې د حماس یو روزنیز مرکز و، چې د دوی په وینا د بریدونو د پلان جوړولو لپاره کارېده.
په یو بیان کې ویل شوي: «موږ به په لبنان کې د حماس د مرکزونو پر ضد عملیاتو ته دوام ورکوو.»
د صیدا ښار د فلسطین د ازادۍ سازمان سیمهییزو ډلو دغه برید په کلکه غندلی دی.
اسراییل د ۲۰۲۴ کال په اکتوبر کې هم په همدې کمپ برید کړی و، چې هغه مهال یې د الاقصی شهیدانو ډلې په نښه کولو دعوه کړې وه. عینالحلوه له هغو کمپونو څخه و چې د ۲۰۲۴ کال د نومبر له اوربند وروسته د لبنان حکومت بېوسله کړی و.
د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (اونروا) په وینا، د کمپ لومړني اوسېدونکي په ۱۹۴۸ کال کې له فلسطین څخه بېځایه شوي کسان وو، او وروسته د لبنان له نورو سیمو بېکوره شوي فلسطینیان هم ور پېوست شوي دي.
اسراییلو له شاوخوا دوو کلونو راهیسې په لبنان کې د حزبالله او فلسطیني ډلو پر مرکزونو بریدونه کوي. دا جګړه وروسته له هغې لا پسې توده شوه چې حزبالله د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر اوومې د حماس برید ته په غبرګون کې پر اسراییلو حملې پیل کړې. په همدې موده کې په غزه کې د اسراییلو جګړې سخت تلفات اړولي، او د سیمهییزو سرچینو په وینا، له ۶۹ زرو زیات کسان، چې ډېر یې ښځې او ماشومان دي، وژل شوي دي.
