د ایران بهرنیو چارو وزارت وايي، د دغه هېواد خارجه وزیر عباس عراقچي، د ټيلیفوني خبرو پر مهال د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي سره د سیمهییز وضعیت په اړه خبرې کړي دي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، عراقچي په دې خبرو کې ټینګار کړی چې ایران چمتو دی د سیمې د سولې او ثبات د ساتنې لپاره هڅې وکړي.
همدارنګه، دواړو خواوو د اړوندو هېوادونو ترمنځ د مشورو د پراختیا پر اهمیت هم خبرې کړي.
امیرخان متقي ویلي، هغه د سیمهییزو مشورو د دوام او د وضعیت د ښه والي په موخه د هڅو ملاتړ کوي.
دا په داسې حال کې ده چې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت هم تېره ورځ (دوشنبه، ۲۶ عقرب) خبر ورکړ چې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف، د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي سره د پاکستان او طالبانو ترمنځ د کړکېچ د حل لپاره د ډیپلوماټیکو لارو چارو په اړه خبرې کړي دي.
د خبرپاڼې له مخې، دغه اړیکه د ایران له لوري د ابتکار په توګه ترسره شوی، او دا دویم ځل دی چې په وروستیو ورځو کې د روسیې او ایران د بهرنیو چارو وزیرانو ترمنځ د افغانستان اړوند مسایلو په اړه خبرې کېږي.
