سوداګري

د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ خونې مرستیال: له پاکستان سره سوداګریزې لارې د ملي ګټو پر بنسټ بندې شوې دي

د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ خونې مرستیال یونس مومند

د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ خونې مرستیال په یوې مرکه کې ویلي چې له پاکستان سره د سوداګریزو لارو تړل د ملي ګټو پر بنسټ ترسره شوي او دا پرېکړه د افغان سوداګرو د اوږدمهاله ستونزو او تاوانونو د مخنیوي لپاره اړینه وه.

د نوموړي په وینا، پاکستان تل د سوداګرۍ لارې د سیاسي فشار د وسیلې په توګه کارولې او د افغان ملي سوداګرو پر وړاندې یې تکراري خنډونه جوړ کړي دي. هغه زیاتوي چې په تېرو څلورو کلونو کې دغه کړنه لا ډېره شوې وه، او هر کال به د افغانستان د سوداګرو زرګونه کانټینرونه په بندرونو او لارو کې بند پاتې کېدل، چې په پایله کې به د میوو او سابو په شمول ډېر توکي خرابېدل او قصدي مالي تاوانونه رامنځته کېدل.

مرستیال وویل چې د سوداګرو اساسي غوښتنه دا وه چې له پاکستان سره د سوداګرۍ لپاره یو باوري او تضمین‌شوی میکانیزم رامنځته شي، څو د مالونو د بې برخلیک پاتې کېدو مخه ونیول شي. د هغه په ټکو، تر هغو چې دا ډول تضمین موجود نه وي، له پاکستان سره د سوداګرۍ بیاپرانیستل د افغان سوداګرو لپاره له لوړ ګواښ ډک دی، ځکه هر کال سلګونه میلیونه ډالر زیانونه ورپه برخه کېږي.

نوموړي ټینګار وکړ چې تر اوسه د افغانستان او پاکستان ترمنځ هر څومره سوداګریز تړونونه شوي، پاکستان هیڅ یو ته ژمن نه دی پاتې شوی. هغه وویل چې د تېرو تجربو پر بنسټ په راتلونکي کې هم د پاکستان له‌خوا د ژمنو پوره کېدل کم امکان لري.

د سوداګرۍ خونې مرستیال زیاته کړه چې د لارو تړل یوه احساساتي پرېکړه نه، بلکې د ملي ګټو، د سوداګرو د ساتنې او د اوږدمهاله اقتصادي ثبات لپاره اړین ګام وه.