د طالبانو د کډوالو چارو کمېسیون راپور ورکړی چې د یکشنبې ورځ (۱۴۰۴/۸/۲۵) د پاکستان حکومت له ۷۷۰۰ زیات افغان کډوال هېواد ته راستانه کړي دي.
د راپور له مخې، د تورخم له لارې ۴۶۲ کورنۍ چې ټول ۲۵۳۶ تنه یې جوړول، ثبت او بایمیټریک شوي او هېواد ته راوګرځول شوي دي.
همدارنګه، د کابل د ټرانسپورټ او لیږد کمېټې له لارې ۹۸۱ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۴۹۳۰ تنو ته رسېده، په خوندي ډول خپلو اصلي ولایتونو ته ولېږدول شوې. یادې کورنۍ د کندوز، بغلان، بلخ، پکتیا، پکتیکا، سرپل، جوزجان، فاریاب، پروان، سمنګان، کاپیسا، ننګرهار، تخار، غزني، بدخشان او خوست ولایتونو ته واستول شوې او ټولو ته مجموعاً ۴۱۸۹۷۵۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.
د ایران له لوري هم په همدې ورځ ۲۴۶ تنه افغانان اخراج شوي او خپلو اصلي ولایتونو ته لېږدول شوي دي. د دې پروسې پر مهال د کډوالو ثبت او بایمیټریک ترسره شوی او هڅه شوې چې ابتدایي مرستې ورته ورکړل شي.
د طالبانو د کډوالو چارو کمېسیون وايي چې دغه اقدامات د افغان کډوالو د خوندي راستنېدو او ملاتړ په موخه ترسره شوي، ترڅو هغوی وکولی شي په خپلو ولایتونو کې د ژوند شرایط ښه کړي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو عالي کمېشنري او د بشري حقونو د مدافعان وايي، د کډوالو د ایستلو دغه ډول اقدامات باید د انساني حقونو او نړیوالو معیارونو سره سم ترسره شي. هغوی اندېښنه څرګندوي چې ناڅاپي او بېمخینه ایستنې کول کولی شي د کډوالو ژوند او امنیت ته جدي ګواښ رامنځته کړي، او له دې امله باید دا پروسه تدریجي او د نړیوالو اصولو سره سمه ترسره شي.
