سویلي آسیا

هندي چارواکي: د لعل کلا برید د پاکستان استخباراتو لخوا د افغانستان او ترکیې له خاورې رهبري شوې

هند وايي د لال‌قلعه د مرګوني چاودنې د نوو څېړنو موندنې ښیې، چې د پاکستان استخباراتي ادارې (آی‌اېس‌آی) دغه برید له افغانستان او ترکیې څخه رهبري کړی، څو د اسلام‌آباد مستقیم رول پټ پاتې شي.

دغه چاودنه چې ۱۲ کسان یې وژلي او لسګونه نور یې ټپیان کړي، د ډيلي د څو وروستیو کلونو له پېچلو بریدونو څخه بلل شوې ده.

د هند د استخباراتو د معلوماتو له مخې، آی‌اېس‌آی قصداً د عملیاتو پلان، همغږي او ځینې برخې له پاکستان بهر مدیریت کړې، که چیرې شبکه کشف شي، کومه نښه یې پاکستان ته ور ونه رسي.

څېړنې ښيي چې د برید د عاملینو شبکه، چې د «فریدآباد ماژول» په نوم یادیږي، د پاکستان له خاورې لږه کارونه کړې او تر ډېره یې ملاتړ له افغانستانه ترلاسه کاوه.

هندي استخباراتي چارواکي وايي د آی‌اېس‌آی هدف دا و چې له ترهګریز برید سره د پاکستان هر مستقیم تړاو له منځه یوسي، په ځانګړي ډول وروسته له هغه چې هند د هر ترهګریز برید په تړاو سخت خبرداری ورکړی و چې هغه به «د جګړې عمل» وګڼل شي.

هندي رسنۍ زیاتوي چې پاکستان د مالي ستونزو له امله په حساس وضعیت کې دی او که د ترهګریزو بریدونو په تړاو د مستقیم نقش ثبوت ترلاسه شي، ښايي بیا د مالي اقدام نړیوالې ډلې تر فشار لاندې شي.

د «ستیټمن» ورځپاڼې په راپور کې ویل شوي چې آی‌اېس‌آی د دې عملیاتو د مدیریت لپاره د جیش محمد هغه هسته کارولې وه چې په ۲۰۲۱ کال کې په افغانستان کې جوړه شوې وه.

د برید اصلي تورن کسان، په تېره عرفان احمد، له افغانستان بهر د اړیکو له لوري د دوامدار تماس تر څار لاندې وو، څو د پاکستان سره د هر ډول اړیکې ثبت مخه ونیول شي.

د جامو او کشمیر د پولیسو څېړنې د ترکیې د نقش مهم شواهد هم برسېره کړي دي.

پولیس اوس له انټرپول څخه د «سور اخطاریې» غوښتنه کوي چې پر بنسټ یې «ډاکټر مظفر رادر» ونیول شي؛ هغه څوک چې ویل کېږي په افغانستان کې اوسیږي.

رادر د دوو نورو تورنو، ډاکټر مزمل احمد ګنایي او ډاکټر عمر نبي، سره په ۲۰۲۱ کال کې ترکیې ته ۲۰ ورځنی سفر کړی و.

ګمان کېږي چې دوی په دغه سفر کې د آی‌اېس‌آی له ځینو کسانو سره لیدلي او د عملیاتو یوه برخه هم هلته همغږې شوې ده.

د ترکیې د ناسم معلوماتو د مخنیوي مرکز ویلي چې د دغه هېواد خاوره د افراط‌ګرایۍ لپاره نه کارېږي، خو د قضیې دا برخه لا هم تر څېړنې لاندې ده.