کډوالي

پاکستان په یوه ورځ کې نږدې ۷۰۰۰ افغان کډوال هېواد ته ستانه کړل

د طالبانو د کډوالو چارو کمېسیون راپور ورکړی چې د پاکستان او ایران له لوري د افغان کډوالو د شړلو لړۍ په دوام، پرون له پاکستان څخه ټولټال ۶۷۱۲ افغانان هېواد ته راستانه شوي، پداسې حال کې چې ایران هم په پرون ورځ ۳۴۹ افغان کډوال له خپلو سرحدونو رااړولي دي.

د ولایتونو په کچه د راستانېدونکو شمېر په لاندې ډول دی:

  • کندهار (سپین بولدک): ۸۲۰ کورنۍ، چې ټولټال ۴۲۰۳ تنه د هېواد په مختلفو برخو کې ثبت او بایمیټریک شوي دي.
  • ننګرهار (تورخم): ۴۴۶ کورنۍ، چې ټولټال ۲۵۰۹ تنه ثبت او بایمیټریک شوي دي.
  • هېرات (اسلام کلا): ۵۴ کورنۍ، د ۲۰۹ کسانو په ګډون، هېواد ته راستنې او ثبت شوې.
  • نیمروز (ورېښمو لار): ۳۳ کورنۍ د ۱۴۰ کسانو په ګډون، هېواد ته راستنې شوې، همدارنګه ۱۳۸۷ تنه نور مسافر هم راستانه شوي دي.

د کډوالو چارو کمېسیون چارواکو ویلي چې ټول راستانه شوي افغانان په ثبت پروسه کې شامل شوي او د بایمیټریک له لارې ثبت شوي دي، څو د هغوی امنیت او د اړوندو خدماتو رسولو لپاره اسانتیاوې برابرې شي.

دغه بیرته ستنول د هېواد د بېلابېلو ولایتونو له لارې روان دي او چارواکي وايي چې د سرحدونو د مدیریت او د کډوالو د چارو د همغږۍ لپاره هڅې دوام لري.

پاکستان په تېرو څو میاشتو کې په پرله‌پسې توګه د افغان کډوالو د راستنولو او شړلو سیاست ته دوام ورکړی دی، چې وروستیو څو میاشتو کې یې شاوخوا یو میلیون افغانان له تورخم، سپین بولدک او نورو لارو هېواد ته بېرته استولي دي.