د اسرائیل حکومت وايي د پنجشنبې په ورځ یې د حماس له لوري د اوربند د هوکړې په چوکاټ کې د هغو وروستیو څلورو یرغملو له ډلې د یوه تن مړی د سره صلیب له لارې ترلاسه کړی دی.
د اسراییلو د صدراعظم بنیامین نتانیاهو دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، تابوت د غزې په سیمه کې د اسراییلو پوځ او شین بېټ امنیتي ادارې ته وسپارل شو او اوس به د پېژندلو لپاره تلابیب ته ولېږدول شي. پوځ وروسته اعلان وکړ چې مړی د اسراییلو خاورې ته رسېدلی دی.
د دغه تحول تر مخه د حماس او اسلامي جهاد وسلهوالو ووییل چې د متحده ایالاتو په منځګړیتوب د غزې اوربند هوکړې له مخې به د یرغملو پاتې جسدونه سپاري. حماس ویلي، ترلاسه شوی مړی د خان یونس له سیمې موندل شوی دی.
د اوربند د پيل پر مهال، چې د اکتوبر پر ۱۰ نېټه نافذ شو، حماس ۲۰ ژوندی یرغمل او د ۲۸ تنو مړي په ولکه کې درلودل. له هغه راوروسته یې ټول ژوندي یرغمل خوشې کړي او د پنجشنبې تر ورځې یې د ۲۴ تنو نور مړي هم بېرته سپارلي دي.
په مقابل کې، اسراییلو تر اوسه نږدې ۲،۰۰۰ فلسطیني بندیان خوشې کړي او د سلګونو نورو فلسطینیانو جسدونه یې بېرته ورکړي دي.
اسراییلو حماس تورن کړی چې د یرغملو د جسدونو په سپارلو کې ځنډ کوي، خو حماس وايي جګړې د دوو کلونو په اوږدو کې ګڼ مړي د غزې د ویجاړو شویو ودانیو لاندې پاتې کړي او د موندلو بهیر یې ستونزمن کړی دی.
