د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د افغانستان لپاره د اروپايي اتحادیې او د منځنۍ آسیا د هېوادونو د ځانګړو استازو اوومه غونډه په بروکسل کې ترسره شوې او په هغې کې د سیمهییزې همکارۍ د پیاوړتیا پر اړتیا ټینګار شوی دی.
په دې ناسته کې د اروپايي اتحادیې لوړپوړو چارواکو او د منځنۍ آسیا د هېوادونو استازو د افغانستان د وروستیو بدلونونو او د دې هېواد د ثبات او پراختیا لپاره د ګډو سیمهییزو همکاریو د پراختیا پر لارو چارو خبرې وکړې.
دغه ناسته د اروپايي اتحادیې د منځنۍ آسیا لپاره د ځانګړي استازي توماس استیپریس او د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي ژیل برتران په ګډه کوربهتوب ترسره شوه.
په خبرو اترو کې د ازبکستان، تاجکستان، قزاقستان، قرغیزستان او ترکمنستان استازو هم ګډون درلود.
د امنیتي، بشري او اقتصادي وضعیت ارزونه
د غونډې د ګډې اعلامیې له مخې، ګډونوالو د افغانستان د امنیتي، انساني او اقتصادي وضعیت په اړه مفصل بحث وکړ او د سیمهییزو هېوادونو ترمنځ د لا زیاتو همغږو هڅو پر اهمیت ټینګار وشو.
د ترکمنستان دریځ: د مثبت بېطرفۍ او ښې ګاونډیتوب سیاست
د ترکمنستان استازي، سردار پالواناف چې په بلجیم کې د دغه هېواد سفیر دی، په خپلو څرګندونو کې د عشقآباد د «مثبت بېطرفۍ» او «ښه ګاونډیتوب» پر سیاست ټینګار وکړ.
هغه وویل، د افغانستان دوامدار پرمختګ د ټولې سیمې د ثبات لپاره حیاتي ارزښت لري، او د دې هدف د ترلاسه کولو غوره لاره د اقتصادي ادغام، بشردوستانه همکاریو پراختیا او ګډو بنسټیزو پروژو پلي کول دي.
دوهاړخیزې خبرې او اقتصادي پروژې
د ناستې تر څنګ، د ترکمنستان پلاوي له د اروپايي اتحادیې له ځانګړو استازو سره د اوبو د سرچینو مدیریت، سرحدي همکاریو، د انرژۍ پروژو او د سیمهییزو ترانسپورتي دهلیزونو د نښلېدو په اړه ځانګړې کاري لیدنه وکړه.
یو له اصلي بحثونو څخه د تاپي د ګازو پایپلاین پروژه وه، هغه پروژه چې د ترکمنستان ګاز د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته لېږدوي.
په ورته وخت کې د برېښنا د لېږد او د ترکمنستان د انرژۍ د صادراتو د پراخېدو په اړه هم خبرې وشوې، هغه موضوع چې د ترکمنستاني چارواکو په وینا، کولای شي د افغانستان سره په پوله پرتو ولایتونو اقتصادي وضعیت ښه کړي او نوې دندې او عواید رامنځته کړي.
بشري ملاتړ
ترکمنستان ټینګار کړی چې په بشري برخه کې به هم د افغانستان له خلکو سره خپلې مرستې ته دوام ورکړي، چې پکې د برېښنا برابرول، د اړینو توکو لېږل او د زدهکړو فرصتونو پراخېدل شامل دي.
ګډه پایله
په پای کې، د اروپايي اتحادیې او د منځنۍ آسیا هېوادونو استازو د افغانستان د ثبات او د خلکو د هوساینې لپاره د پرلهپسې او رغنده خبرو اترو پر دوام ټینګار وکړ.
د غونډې ګډونوالو دغه ناسته د دواړو لورو ترمنځ د باور او متقابل درک نښه وبلله.
