د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف ویلي، د وروستیو ترهګریزو بریدونو تر شا د افغانستان او هند ګډه همکاري ده. هغه د ملي اسمبلۍ غونډې ته په وینا کې وویل:
«دا نور پټ راز نه دی چې په پاکستان کې د ترهګریزو بریدونو تر شا د بهرنیو لاسونو نښې ښکاري.»
شهباز شریف د جنوبي وزیرستان په وانا کې د وسلهوالو ناکامه برید هڅه د ۲۰۱۴ د ارمي پبلک سکول له پېښې سره ورته وبلله او څرګنده یې کړه چې د وژل شویو ترهګرو له ډلې یو افغان وګړی و.
هغه وویل، که څوک دا بریدونه د پاکستان دښمنانو پورې نه تړي، دا به د ورځ شپه او د شپه ورځ بلل وي.
«موږ مخکې هم د دښمنانو پر ضد مناسب ځواب ورکړی او که اړتیا شوه، بیا به یې هم ورکړو.»
لومړی وزیر وویل چې پاکستان په تېرو دوو کلونو کې له افغان طالبانو څخه یوازې یو غوښتنه کړې، چې له خپلې خاورې د هغو وسلهوالو ډلو مخه ونیسي چې په پاکستان بریدونه کوي. نوموړي افغان طالبانو ته په خطاب کې وویل چې له خپلې خاورې دې د پاکستان ضد ډلو فعالیتونه بند کړي.
«موږ څلوېښت کاله افغان کډوالو ته پناه ورکړه، خو نن یې موږ ته د ترهګرۍ په بڼه صله راکړه.»
په ورته وخت کې، د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار په یوه جلا غونډه کې وویل چې ترهګري هېڅ دین، نسل او پوله نه پېژني. هغه د وانا او اسلاماباد بریدونه وغندل او زیاته یې کړه:
«دا پېښې زموږ ملي اراده نه کمزورې کوي، بلکې د سولې، خبرو او تفاهم عزم مو نور هم پیاوړی کوي.»
