لویدیځه اسیا

ایران وایي د امریکا او اسرائیلو ګډه جاسوسي شبکه یې له منځه وړې ده

ایراني چارواکو د سه‌شنبې په ورځ اعلان وکړ چې د امریکا او اسرائیلو له استخباراتي ادارو سره تړلې یوه جاسوسي شبکه یې له اوږده څار او څېړنو وروسته له منځه وړې ده

د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د استخباراتي سازمان په وینا:

“هغه امنیت ضد شبکه چې د امریکا او اسرائیلو د استخباراتي ادارو له لوري رهبري کېدله، د څو مرحلو څار او استخباراتي عملیاتو وروسته په داخل کې وموندل شوه او بشپړه له منځه یووړل شوه.”

د سپاه پاسداران په اعلامیه کې ویل شوي چې دغه عملیات په منظم ډول د ایران په یو شمېر ولایتونو کې ترسره شوي، خو د نیول شویو کسانو، د عملیاتو د دقیق وخت او ځای په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي.

په جون میاشت کې د ایران او اسرائیلو ترمنځ جګړه هغه وخت ونښته چې اسرائیلو پر ایران پراخ هوایي بریدونه وکړل. د ایران د رسمي شمېرو له مخې، په دغو بریدونو کې د لوړپوړو پوځي چارواکو او اټومي ساینسپوهانو په ګډون، له زرو څخه ډېر کسان وژل شوي وو.

ایران وروسته له هغې د توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو بریدونو سره غبرګون وښود، او د متحده ایالاتو پوځ هم د یوې شپې لپاره د ایران پر اټومي تاسیساتو هوایي بریدونه وکړل.

د ایران او اسرائیلو ترمنځ اوربند د جون ۲۴ راهیسې نافذ دی.

تېره میاشت د ایران پارلمان یو قانون تصویب کړ چې د امریکا او اسرائیلو لپاره په جاسوسۍ تورنو کسانو ته د سزا شدت زیاتوي. له هغه راهیسې، څو تنه د اسرائیلو لپاره په جاسوسۍ تورن کسان په ایران کې اعدام شوي دي.