کډوالي

پاکستان او ایران په یوه ورځ له ۱۰۰۰۰ زیات افغان کډوال وایستل

د طالبانو د کډوالو چارو کمېسیون د راپور له مخې پاکستان او ایران تېره ورځ (دوشبنه د لړم ۱۹مه) د هېواد له بېلابېلو لارو څخه ۱۰۳۹۶ افغان کډوال په اجباري توګه راستانه شوي دي.

په کندهار کې د سپین بولدک له لارې ۱۱۷۰ کورنۍ، چې د غړو شمېر یې ۶۷۸۵ تنه و، ثبت او هېواد ته راستنې شوې. له دغو کورنیو څخه ۸۸۱ کورنۍ په خوندي توګه نورو ولایتونو ته ولېږدول شوې او ورته شاوخوا ۸۴ میلیونه افغانۍ کرایه ورکړل شوه.

د راپور له مخې په ننګرهار کې د تورخم له لارې ۴۱۴ کورنۍ، چې ۲۳۲۲ تنه غړي یې درلودل، ثبت او هېواد ته راستنې شوې، چې ۳۸۵ کورنۍ په نورو ولایتونو ته لېږدول شوې او ورته نږدې درې میلیونه افغانۍ مرسته شوې. په دې برخه کې ۵۳۳ سیمکارتونه هم وېشل شوي دي.

په هلمند، بهرامچه له لارې ۱۳۱ کورنۍ (۸۴۳ تنه) ثبت او هېواد ته راستنې شوې، او ۹۲ کورنۍ بل ځای ته لېږدول شوې.

په نورو ولایتونو کې هم، هرات او نیمروز له لارو سلګونه کسان هیواد ته راستانه شوي دي.

د طالبانو د کډوالو چارو کمېسیون ادعا کوي چې ټولو راستنېدونکو ته د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډمهاله مېشتېدنې او عامه پوهاوي خدمتونه برابر شوي، ترڅو د هېواد، کډوالۍ، صبر او زغم، او ښوونې او روزنې په اړه پوهاوی ترلاسه کړي.

د پاکستان او ایران له لوري د افغان کډوالو جبري شړل په وروستیو میاشتو کې یو له جدي بشري ستونزو ګرځېدلي دي.

پاکستان د ۲۰۲۵ کال له پېل څخه د هغو افغانانو د ایستلو لړۍ چټکه کړه، چې له قانوني اسنادو پرته هلته اوسېدل، او تر اوسه سلګونه زره افغانان په سختو شرایطو کې بېرته افغانستان ته راستانه شوي دي. ایران هم ورته پالیسي اختیار کړې او هره ورځ زرګونه افغان کډوال له خپلې خاورې باسي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ او د بشري حقونو بنسټونه دغه جبري شړل د نړیوالو اصولو خلاف ګڼي او ټینګار کوي چې هغه کډوال باید په جبري ډول له هېوادونو ونه ایستل شي، چې د دوی ژوند ته په اصلي هېواد کې خطر متوجه وي. دغه بهیر د افغانستان د اقتصادي او بشري وضعیت د لا خرابېدو لامل شوی، ځکه ډېری راستانه شوي کډوال د استوګنې، کار، او خوراک له جدي ستونزو سره مخ دي.