د پاکستان پوځ ويلي، د دوشنبې ماښام وسلهوالو د جنوبي وزيرستان مرکز واڼه ښار کې د افسرۍ پر پوهنځي بريد کړی دی.
د پوځ د عامه اړيکو له خوا په خپره شوې اعلاميه کې راغلي، بريدګر چې د تحريک طالبان پاکستان (TTP) غړي بلل شوي، له چاودېدونکي موادو ډک موټر يې د پوهنځي له اصلي دروازې سره ټکر کړی او بیا نښته شوې.
پوځ زياتوي، امنيتي ځواکونو له چټک غبرګون سره مرکزي برخې ته د بريدګرو رسیدو مخه ونيوله.
خو، د دوو بريدګرو له وژل کېدو وروسته درې تنه نور وتوانېدل چې د موټر د چاودنې تر پېښې وروسته د پوهنځي يوې برخې ته ننوځي.
د پوځ په وينا، د امنيتي ځواکونو او بريدګرو جګړه لا هم روانه ده او عمليات به د وروستي بريدګر تر لهمنځه وړلو دوام ولري.
اعلاميه زياتوي، دا بريد د افغانستان له خاورې طرحه او رهبري شوی، چې دا د طالبانو د هغو څرګندونو خلاف دی چې وايي د افغانستان په خاوره کې ترهګرې ډلې شتون نه لري.
پوځ ټينګار کړی چې پاکستان د ترهګرو او د هغوی د مشرانو پر وړاندې د غبرګون ښودل خپل حق ګڼي .
دا بريد وروسته له هغې شوې، چې استانبول کې د پاکستان او طالبانو ترمنځ مذاکرات بې پایلې پای ته ورسیدل.
افغانستان کې د طالبانو حکومت د پاکستاني پوځي مسوولینو د دې ادعا په اړه څه نه دي ویلي خو، له دې وړاندې یې له افغانستان څخه د ترهګریزو بریدونو کېدل رد کړي دي.
