د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق د جوزجان او سرپل ولایتونو روغتونونو ته د امبولانسونو یوه جوپه وسپارله. دا مرسته د اروپايي ټولنې په مالي ملاتړ ترسره شوې ده.
د دې نوښت موخه دا ده چې په لرې پرتو سیمو کې امیندوارو ښځو ته، چې بیړنۍ طبي مرستو ته اړتیا لري، پر وخت د انتقال او درملنې اسانتیا برابره شي.
د یاد صندوق د معلوماتو له مخې، د امبولانسونو دا سپارنه به د مور او ماشوم د مړینې په کمېدو او د روغتیايي خدمتونو په ښهوالي کې مهم رول ولوبوي.
جوزجان او سرپل د افغانستان له شمالي ولایتونو څخه دي چې د روغتیايي خدمتونو وضعیت یې د هېواد د عمومي اوسط په پرتله محدود بلل کېږي. په دواړو ولایتونو کې د روغتیايي مرکزونو شمېر کم دی، او ډېری روغتیایي اسانتیاوې په ښارونو او نږدې ولسوالیو کې متمرکزې دي، په داسې حال کې چې د لرې پرتو سیمو اوسېدونکي د ډاکټر، درملو او د انتقال وسایلو له کمښت سره مخ دي.
د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، په دغو ولایتونو کې د مور او ماشوم د مړینې کچه نسبتاً لوړه ده، چې یو اصلي لامل یې د بیړنیو خدماتو او د امیندوارو ښځو لپاره د پر وخت درملنې نشتوالی ګڼل کېږي. سره له دې، په وروستیو کلونو کې د نړيوالو مرستندویو ادارو د همکارۍ له امله یو شمېر روغتیايي مرکزونه جوړ او تجهیز شوي، چې د سیمهییزو خلکو د روغتیايي وضعیت په ښهوالي کې یې یو څه اغېز کړی دی.
