کډوالي

پاکستان په یوه ورځ له ۱۲ زره زیات افغان کډوال وایستل

د طالبانو د کډوالو چارو کمېسیون د تازه راپور له مخې، یوازې د یکشنبې په ورځ له پاکستانه ۱۲،۴۸۸ افغان کډوال له بېلابېلو لارو هېواد ته ستانه شوي دي.

د راپور پر بنسټ، د کندهار د سپین بولدک له لارې ۱۰۱۶۶ تنه، د ننګرهار د تورخم له لارې ۱۷۶۷ تنه، د هلمند د بهرامچې له لارې ۵۵۵ تنه کډوال افغانستان ته راستانه شوي دي.

په ورته وخت کې ایران هم د نیمروز د ورېښمو له لارې ۱۲۴۸ تنه او د هرات د اسلام کلا له لارې ۵۰ تنه افغان کډوال ایستلی دي.

د طالبانو د اعا له مخې دغو راستنو شویو کډوالو لپاره د کمېسیون اړوندو کمېټو د ثبت، لېږد، روغتیايي او مالي مرستو چارې ترسره کړې دي. د راپور له مخې، په دغه ورځ ټولو راستانه شویو کډوالو ته شاوخوا ۱.۱ میلیونه افغانۍ د ټرانسپورټ کرایه، او له نږدې۲۰۰۰ کورنیو سره نغدې مالي مرستې شوې دي.

د راپور له مخې، د ورېښمو، تورخم او نورو لارو له لارې بېرته راغلو کډوالو ته د عامه پوهاوي پروګرامونه هم ورکړل شوي، چې په ترڅ کې یې د صبر، زده‌کړو او د اسلامي نظام د ملاتړ په اړه لارښوونې شوې دي.

د کمېسیون د ارقامو له مخې، په دغه ورځ ټولټال ۲۱۹۴ کورنۍ (۱۲۶۶۶ تنه) ثبت شوې، چې له ډلې یې ۱۶۰۹ کورنۍ (۱۰۵۵۳ تنه) خپلو اصلي سیمو ته لېږدول شوې دي.

دا په داسې حال کې ده چې پاکستان د نومبر له لومړۍ نېټې راهیسې د بې‌سنده افغان کډوالو د ایستلو لړۍ چټکه کړې، چې هره ورځ زرګونه افغانان په اجباري توګه د تورخم، سپین بولدک او نورو پولو له لارې افغانستان ته راستانېږي.