رسنۍ

ټرمپ د بي‌بي‌سي مستعفي مشران «فاسد» وبلل


د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د بي‌بي‌سي د دوو لوړپوړو مدیرانو له استعفا هرکلی کړی او هغوی یې «فاسد او ناسم خبریالان» بللي دي.

ټرمپ د دوشنبې په سهار په ټولنیز شبکه «تروت سوشال» کې لیکلي چې د بي‌بي‌سي د رئیس ټیم ډیوي په ګډون د دې شبکې لوړپوړو چارواکو له دندو استعفا کړې یا برطرفه شوي، ځکه چې د هغه د جنورۍ شپږمې د وینا د تحریف په قضیه کې ښکېل وو.

هغه زیاته کړې ده: «زه له ډیلي ټېلګراف ورځپاڼې مننه کوم چې دا فاسد خبریالان یې افشا کړل. دا هغه کسان دي چې هڅه یې وکړه د ولسمشرۍ په ټاکنو کې لاسوهنه وکړي، حال دا چې دوی د هغه هېواد استازي دي چې ډېری خلک یې زموږ ستر متحد بولي. دا د ډیموکراسۍ لپاره بده پېښه ده.»

تیم ډیوي، د بي‌بي‌سي عمومي مدیر، او ډبورا ټرنز، د دې شبکې د خبرونو اجرائیوي مشره، وروسته له هغې استعفا ورکړه چې د دوی د راپورونو د سیاسي تمایل او د ټرمپ د وینا د تدوین په اړه نیوکې زیاتې شوې.

وروسته له هغې چې د بریتانیا ډیلي ټېلګراف ورځپاڼې د بي‌بي‌سي یو داخلي سند خپور کړ، په دې شبکه تور ولګول شو چې د ټرمپ د ۲۰۲۱ کال د جنورۍ شپږمې وینا یې په داسې ډول سمون کړې وه چې ګواکې هغه خپل پلویان د کانګرس پر ودانۍ د برید لپاره هڅوي.

بي‌بي‌سي په دې وروستیو کې د سیاسي بې‌طرفۍ د ناتوانۍ له تورونو سره مخ شوې، په ځانګړي ډول د ټرمپ د پوښښ او د اسراییلو او غزې د جګړې د راپورونو په تړاو.

په ۲۰۲۰ کال کې د امریکا ولسمشرۍ ټاکنې، چې د جو بایډن بریا او د ټرمپ ماته یې راوړه، له سیاسي لانجو او تاوتریخوالي ډکې وې. د ۲۰۲۱ کال د جنورۍ پر شپږمه، کله چې کانګرس د ټاکنو پایلې ارزولې، د ټرمپ د پلویانو برید څو کسانو ته د مرګ‌ژوبلې لامل شو.