د طالبانو د ریاستالوزراء د اقتصادي چارو د مرستیال په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون غونډه ترسره شوه چې په ترڅ کې یې شپږ پروژې د ۳.۳ میلیاردو افغانیو په ارزښت منظور شوې.
د یاد دفتر د خبر له مخې، په غونډه کې ټولټال ۱۸ پروژې د ارزونې لپاره وړاندې شوې وې. د بحث او تخنیکي ارزونې وروسته، شپږ پروژې تایید شوې او په شپږو نورو کې تعدیلات راوستل شول.
منظور شوې پروژې د پروان ولایت د یَغرام ولسوالۍ څخه تر کوه صاف پورې د سړک جوړول، د جوزجان ولایت د قرشتیپې او درزاب ولسوالیو ته د برېښنا رسول، او د بېلابېلو ولایتونو د برېښنا د انتقال او توزیع پاتې کارونه شامل دي.
د کمېسیون په خبره، اړوندو کمېټو ته سپارښتنه شوې چې د پاتې پروژو ارزونه بشپړه کړي او خپل راپور د ملي تدارکاتو کمېسیون ته وړاندې کړي.
سره له دې چې د نوو پروژو منظورول د بېخبنایي پراختیا لپاره مثبت ګام بلل کېږي، خو د تدارکاتو د شفافیت، سیالۍ او د نظارتي میکانیزمونو د نشتوالي په اړه اندېښنې لا هم پر خپل ځای دي. د چارو څارونکي وایي، که د دا ډول پروژو د عملي کولو بهیر له شفافو پروسو او مسلکي څارنې سره ونهمل شي، نو د فساد، ځنډ او د عامه شتمنیو د ناسمو لګښتونو خطر به لا هم موجود وي.
