د طالبانو او پاکستاني چارواکو ترمنځ خبرې د اته ورځنیو نښتو وروسته د ميزان په ۲۶مه د قطر په کوربتوب او د دواړو هېوادونو د دفاع وزیرانو په ګډون پیل شوې.
تر دې دمه د طالبانو او پاکستان استازو درې ځله په استانبول او دوحه کې د ترکیې او قطر په منځګړیتوب لیدنې کړې دي. دغه راپور د خبرو د پیل، پرمختګ او وروستي حالت تر څنګ، د دواړو لورو ترمنځ د اختلاف مهم ټکي څېړي.
د خبرو ناکامي او د نویو ترینګلتیاوو پیل
له خونړیو نښتو وروسته، طالبان او اسلاماباد د ترکیې او قطر په منځګړیتوب خبرو ته حاضر شول.
لومړۍ دوره د طالبانو او پاکستان د دفاع وزیرانو په ګډون د میزان په ۲۶مه په دوحه کې ترسره شوه چې د اوربند او د خبرو د دوام په هوکړې پای ته ورسېده.
د دې هوکړې بشپړ جزئیات تر اوسه نه دي خپاره شوي.
د پاکستان د دفاع وزیر دا تړون محرم بللی، او طالبانو یې په اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.
دوېم پړاو د لړم مېاشت په ۳مه استانبول کې د دواړو هېوادونو د تخنیکي پلاوو ترمنځ پیل شو او تر پنځو ورځو خبرو وروسته بېپایلې پای ته ورسېد.
دواړو لورو د موقتي اوربند پر دوام او د لوړې کچې خبرو پر تنظیم وکړه وکړه.
پاکستان غوښتنه وکړه چې طالبان دې په لیکلې بڼه ژمنه وکړي څو د تحریک طالبان پاکستان (TTP) د بریدونو مخه ونیسي، خو طالبانو دا غوښتنه د پاکستان داخلي موضوع وبلله.
درېیم پړاو او د خبرو وروستۍ ناکامې
د دوېم پراړو خبرو وروسته د لړم په ۱۵مه نېټه استانبول کې د طالبانو او پاکستان د استخباراتي مشرانو په ګډون د درېیم پړاو خبرې پیل شوې، خو د دوو ورځو وروسته بېنتیجې پای ته ورسېدې.
اسلاماباد یو ځل بیا د طالبانو څخه د لیکلې ژمنې غوښتنه وکړه، څو ډاډ ترلاسه کړي چې له افغانستان له لوري د پاکستاني طالبانو فعالیتونه مهار شي.
پاکستاني چارواکو ویلي، د TTP له منځه وړل، د افغانستان له خاورې د ضدپاکستاني فعالیتونو مخنیوی او د ډیورنډ امنیت لیکلې تضمین د دوی اساسي غوښتنې وې.
بل لور ته، طالبانو د داعش خراسان څانګې د مهار او د پاکستان لهخوا د ګډو امنیتي همکاریو غوښتنه کړی.
د پاکستان او طالبانو اختلاف ټکي او د احتمالي جګړې ګواښ
د راپورونو له مخې، د اختلاف اصلي موارد دا دي:
- د TTP د فعالیتونو مهار،
- د طالبانو لخوا د امنیت لیکلې ژمنې نه ورکول،
- د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد د هر ډول فعالیت مخنیوی،
- او د داعش خراسان د څانګې کنټرول.
پاکستاني چارواکو خبرداری ورکړی چې که خبرې بېپایلې پاتې شي، اسلاماباد به له طالبانو سره مستقیم پوځي اقدام وکړي.
په ورته وخت کې، د طالبانو د قومونو او سرحدونو وزیر نورالله نوري ویلي:
«پاکستان دې د خپل پوځي ځواک په زور نه مغرور کیږي او زموږ صبر دې نه ازموي. پاکستان باید له روسیې او امریکا عبرت واخلي، ځکه دا هېواد زموږ ګاونډی دی، نه د سمندر هغې غاړې ته پروت هېواد.»
اوس مهال، د طالبانو او پاکستان ترمنځ د شخړې د حل خبرې نا مالوم حالت کې دي.
د چارو شنونکي خبرداری ورکوي چې که دا حالت دوام وکړي، د دواړو هېوادونو خلک به د اقتصادي او ټولنیزو له سختوفشارونو سره مخ شي.
