افغان لوبډله د ځوانانو اسیا جام سیالیو کې د ګډون لپاره د قطر پلازمېنې دوحې ته رسېدلې ده، چیرې چې دغه سیالۍ به د روانې نومبر میاشتې په ۱۴مه نېټه پیل شي او د همدې میاشتې تر ۲۳مې نېټې پورې به د اتو لوبډلو ترمنځ دوام ومومي.
دروېش رسولي، چې په تېر پړاو اسیا جام سیالیو کې یې د افغان لوبډلې مشري کړې وه او لوبډلې یې اتلولۍ ته رسولې وه، یو ځل بیا د دغو سیالیو لپاره د لوبډلمشر په توګه ټاکل شوی دی. په نوملړ کې د تېر کال له اتلې لوبډلې لس لوبغاړي، لکه صدیقالله اتل، زبید اکبري، غضنفر، بلال سمیع، محمد اسحاق، قیس احمد او ننګیال خروټی هم شامل دي.
همدارنګه، ښي لاسی چټک توپاچوونکی عبدالله احمدزی، چې په دې وروستیو کې یې د هېواد د ملي لوبډلې په استازیتوب د زمبابوې پر وړاندې د شل اوریزو نړیوالو سیالیو ټولې لوبې ترسره کړې وې، هم د یادو سیالیو لپاره د افغان لوبډلې په نوملړ کې شامل شوی دی.
افغان لوبډله د سریلانکا الف، بنګلهدېش الف او هانګ کانګ ملي لوبډلو ترڅنګ د سیالیو په الف ګروپ کې ځای لري. ابدالیان به خپله لومړۍ لوبه د نومبر په ۱۵مه نېټه د سریلانکا الف پر وړاندې، دویمه لوبه د نومبر په ۱۷مه نېټه د بنګلهدېش الف پر وړاندې، او وروستۍ سیالي د نومبر په ۱۹مه نېټه د هانګ کانګ ملي لوبډلې پر وړاندې ترسره کړي.
د افغانستان کرېکټ بورډ اجرائیوي رییس ښاغلي نصیب خان د یادو سیالیو په اړه وویل:
“افغان ابدالیان لوبډلې د تېر پړاو اتلولي خپله کړې وه او سږکال به له خپلې اتلولۍ دفاع کوي. موږ د تېر پړاو د بریاوو ښې خاطرې له ځان سره لرو او د یو ځل بیا اتلولۍ هدف ته په کتو مو پیاوړې لوبډله ټاکلې ده. باور لرو چې افغان ځوانان به ډېرې ښې لوبې وکړي او هېواد ته به یو ځل بیا ویاړ راوړي.”
د ځوانانو اسیا جام سیالیو لپاره د افغان ابدالیان لوبډلې بشپړ نوملړ په لاندې ډول دی:
دروېش رسولي (لوبډلمشر)، صدیقالله اتل (مرستیال لوبډلمشر)، نورالرحمن او محمد اسحاق (ویکټ ساتونکي)، زبید اکبري، عمران میر، رحمنالله ځدراڼ، اعجاز احمدزی، ننګیال خروټی، فرمانالله ساپی، قیس احمد، غضنفر، بلال سمیع، عبدالله احمدزی او فریدون داودزی.
وفیالله ترهخېل، صدیقالله پاچا او یما عرب د احتیاطي لوبغاړو په توګه غوره شوي دي.
د یادونې وړ ده چې اتصالات افغانستان د دغو سیالیو لپاره د افغان لوبډلې رسمي ملاتړ کوونکی دی، کام ایر هوايي شرکت د مرستیال مالي ملاتړ حقوق ترلاسه کړي، او وېني (VANY) شرکت د افغان لوبډلې د لباس رسمي همکار دی.
د افغان ابدالیان لوبډلې د سیالیو مهالوېش:
| نېټه | لوبه | لوبغالی |
| د نومبر ۱۵مه | افغان ابدالیان vs سریلانکا الف | دوحه |
| د نومبر ۱۷مه | افغان ابدالیان vs بنګلهدېش الف | دوحه |
| د نومبر ۱۹مه | افغان ابدالیان vs هانګ کانګ | دوحه |
| د نومبر ۲۱مه | نیمه پایلوبې | دوحه |
| د نومبر ۲۳مه | پایلوبه | دوحه |
