کډوالي

پاکستان پرون ورځ نږدې ۱۵ زره افغان کډوال شړلي

د طالبانو د کډوالو چارو کمېسیون د راپور له مخې، پاکستان پرون چهارشنبه ۱۴۵۸۸ افغان کډوال په اجباري ډول له بېلابېلو لارو هېواد ته راستانه کړي دي.

راپور ښيي چې د دغه شمېر کډوالو ډېری د سپین بولدک او تورخم له لارې افغانستان ته داخل شوي دي. یوازې د سپین بولدک له لارې ۱۲۷۴ کورنۍ (۸۴۶۰ تنه) او د تورخم له لارې ۱۰۴۱ کورنۍ (۵۴۸۴ تنه) راستانه شوي دي.

د کډوالو د لېږد او بایومیټریک پروسې تر بشپړېدو وروسته، ډېری راستانه شوې کورنۍ کندهار، ننګرهار، کابل، هرات، لوګر، زابل، پکتیکا او فراه ولایتونو ته لېږدول شوې دي.

په ورته وخت کې، د نیمروز او هرات د سرحدي کمېټو د معلوماتو له مخې، ایران هم پرون ورځ ۲۲۱۱ افغان کډوال له اسلام‌کلا او ورېښمو لارې راستانه کړي دي. د راپور له مخې، نږدې ۱۰۰۰ تنه راستنېدونکي په سرحدي سیمو کې تداوي شوي دي.

د طالبانو د ادعا له مخې له مخې، اړوندو کمېټو له ۳۴۴۶ کورنیو سره نغدې مرستې کړې او د هغوی د لېږد کرایه یې ورکړې ده. همدارنګه، راستانه شویو کډوالو ته ۲۵ زره ډوډۍ، څښاکي اوبه او نږدې ۲۶۰۰ وړیا سیمکارتونه هم وېشل شوي دي.

په راپور کې ویل شوي چې د روغتیايي خدمتونو ترڅنګ د مهاجرینو د ستونزو د هواري کمېسیون د عامه پوهاوي ډلې له لوري د کډوالۍ، صبر او ښوونې په اړه د پوهاوي پروګرامونه هم ترسره شوي دي.

د یادونې وړ ده چې پاکستان او ایران دواړو په وروستیو اونیو کې د افغان کډوالو د ایستلو بهیر چټک کړی، چې د بشري حقونو بنسټونو او نړیوالو ادارو له لوري یې سخت غبرګونونه راپارولي دي.