افغانستان

طالبانو یوه میاشت وروسته د قوماندان محمد یار د مړي د لېږدولو اجازه ورکړه

له پنجشېره ځینې سرچینې آمو ټلویزیون ته وایي چې طالبانو له یوې میاشتې وروسته اجازه ورکړې چې د سیمې اوسېدونکي د قوماندان محمد یار او د هغه د ملګرو جسدونه ولېږدوي.

د سیمې پنځو تنو اوسېدونکو چې نه یې غوښتل نومونه یې واخیستل شي د آمو ټلویزیون له خبریال سره په خبرو کې د یار محمد او د هغه د ملګرو د جسدونو د لېږدولو خبر تایید کړ.

قوماندان محمد یار له خپلو ۷ تنو ځواکونو سره چې د ده دوه ځوانان زامن هم پکې شامل وو دوشنبه د وږي پر ۲۱ د طالبانو له خوا د پنجشېر د خنج ولسوالۍ اړوند د شابې په مرکز کې ونیول او وروسته ووژل شول.

د محمد یار یوه خپلوان د آمو ټلویزیون خبریال ته وویل: «د محمد یار او د هغه د ملګرو مړي د عبدالله خېل درې په کرمان غرونو کې وو او پرون د هغه د کورنۍ له خوا دغه مړي د عُمرض واغنوی کلي ته ولېږدل شول.»

دغه سرچینه په دوام کې وایي، چې جسدونه اوسمهال د خنج ولسوالۍ اړوند د عمرض په واغنوی جومات کې دي او ټاکل شوې نن خاورو ته وسپارل شي.

په همدې حال کې یوه بله سرچینه وایي، چې مړي په دې یوه میاشت کې په غرونو کې وو.

د قوماندان یار محمد له وژل کېدو وروسته په ټولنیزو شبکو کې یوه ویډیو خپره شوه چې طالبانو په هغې کې ویلي وو، د مقاومت جبهې د وژل شویو ځواکونو مړي نه وو خښ شوي او بوی ترې ځي.

څو ورته موردونه

یوه بله سرچینه هم وایي چې د عبدالله خېل په کلي کې د مقاومت جبهې د دوو نورو غړو شېرمحمد او شېرحمله جسدونه چې د طالبانو له خوا ویشتل شوي وو هم له قبرونو راایستل شوي دي.

د سرچینو په وینا طالبانو د قوماندان ملک او ورسره کسانو کورنیو ته د جسدونو د ترلاسه کولو او خاورو ته سپارلو اجازه نه ده ورکړې تر دې چې د سره صلیب کارکوونکو هغوی په غرونو کې خاورو ته سپارلي دي.

یوه سرچینه چې د کورنۍ څو غړي یې د عبدالله خېل درې په وروستیو جګړو کې د طالبانو له خوا په ډزو وژل شوي وو وایي: «طالبانو لس ورځې کېږي چې د عبدالله خېل د شهیدانو د خښولو اجازه نه ده ورکړې. له لسو ورځو وروسته د سره صلیب کمېټې له خوا د خپلوانو له حضور پرته د عبدالله خېل په غرونو کې خاورو ته وسپارل شول.»

د امرالله صالح د ورور روح‌الله عزیزي صالح خپلوان، چې تېر کال د طالبانو له خوا وژل شوی و هم رسنیو ته ویلي وو، چې د کورنۍ غړو ته یې اجازه نه ده وکړل شوې چې د هغه مړی خښ کړي.

د هغه وراره عبدالله صالح رویټرز خبري اژانس ته ویلي و، چې طالبانو د هغوی کورنۍ ته د ده د تره د مړي د خښولو اجازه نه ده ورکړې او ویلي یې دي، چې مړی یې باید همداسې پاتې شي او خراب شي.

طالبانو له دې مخکې د قوماندان نوراغا پشغوري کورنۍ ته د هغه د جسد د خښولو اجازه نه وه ورکړې.

په هغه موده کې رسنیو د سرچینو له قوله راپور ورکړی و، چې مقاومت جبهې د یوه قوماندان نوراغا جسد څو ورځې وروسته د سره صلیب له خوا خاورو ته وسپارل شو.

طالبانو نه یوازې په پنجشېر؛ بلکې د بغلان په اندرابونو کې هم د مقاومت جبهې د یوه قوماندان اسدالله د کورنیو غړو ته، چې له طالبانو سره په مخامخ جګړه کې وژل شوی و اجازه نه وه ورکړې چې د هغه مړی خاورو ته وسپاري.

د اندراب په بنو ولسوالۍ کې د مقاومت جبهې مسوول قوماندان اسدالله اندرابي د روان ۱۴۰۱ کال د غویي پر ۲۰ د بنو ولسوالۍ پر اړوند کج‌درې د طالب جنګالیو په برید کې له خپلو ۴ کسانو سره ووژل شو.

د بنو ولسوالۍ اوسېدونکو په هغه موده کې رسنیو ته ویلي وو، چې طالبانو د سیمې اوسېدونکو ته اجازه نه ده ورکړې ترڅو د قوماندان اسد لپاره د جنازې مراسم جوړ او په خپله پلرنۍ هدیره کې خښ شي او هغه یې په «کمر مشکي» کې خاورو ته وسپاره.

وموغوښتل په دې تړاو د طالبانو رسمي لیدلوری ولرو؛ خو د پنجشېر لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رییس نصرت‌الله ملک‌زاده په دې اړه د آمو ټلویزیون خبریال ته ځوب ورنه‌کړ.

طالبان پر افغانستان له واکمنېدو وروسته تل ـ په ځانګړې توګه په پنجشېر او د بغلان په اندرابونو کې» پر جنګي جنایتونو تورن شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې موده مخکې افغانستان کې د ملګروملتونو سازمان د استازولۍ دفتر (یوناما) د طالبانو له خوا له بشري حقونو د سرغړونو په تړاو د څېړنو لپاره پنجشېر ته د خپل سیاسي او د بشري حقونو پلاوي له لېږلو خبر ورکړی و.