سیاست

د پاکستان ولسمشر او د قطر د لومړي وزیر مرستیال د «افغانستان د سولې» پر موضوع ټینګار وکړ

د پاکستان ولسمشرۍ ماڼۍ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دغه هېواد ولسمشر، آصف علي زرداري، د قطر د لومړي وزیر مرستیال او د دفاعي چارو سلاکار وزیر، شیخ سعود بن عبدالرحمن آل ثاني، سره د دواړو لورو د ګډې همکارۍ پر ژمنتیا ټینګار کړی، څو د «افغانستان په سوله» کې یو له بل سره مرسته وکړي.

د خبرپاڼې له مخې، دا لیدنه د قطر په پلازمېنه دوحه کې ترسره شوې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي: «ولسمشر آصف علي زرداري د قطر د لومړي وزیر مرستیال او د دفاعي چارو سلاکار وزیر، شیخ سعود بن عبدالرحمن آل ثاني، سره په دوحه کې وکتل. دواړو خواوو د ګډو دفاعي تولیداتو او د سیمه‌ییزې سولې، په ځانګړي ډول د افغانستان د سولې، په برخه کې د همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ.»

په همدې مهال ټاکل شوې ده چې نن (پنجشنبه، د لړم ۱۵مه) د طالبانو او د پاکستان د استازو درېیم پړاو خبرې اترې په استانبول کې ترسره شي.

د طالبانو پلاوي مشري عبدالحق وثیق، چې د طالبانو د استخباراتو مشر دی، پر غاړه لري او نوموړی پرون استانبول ته رسېدلی دی.

د راپورونو پر بنسټ، د پاکستاني پلاوي مشري د دغه هېواد د استخباراتو د ادارې (آی‌اېس‌آی) مشر، عاصم ملک، کوي، خو تر اوسه د پاکستان چارواکو په رسمي توګه دا موضوع نه ده تایید کړې.

یو لوړپوړي طالب چارواکي چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، آمو ته ویلي چې په تېرو خبرو (چې په ترکیه کې د دویم پړاو پر مهال شوې وې) یوه مسئله جنجالي شوې وه، او هغه د «پاکستان د تحریک طالبان د فعالیتونو مخنیوی» و.

دغه طالب چارواکي ویلي چې د پاکستان پلاوي له طالبانو غوښتنه کړې وه، څو د تحریک طالبان پاکستان له عملیاتو څخه د دغه هېواد دننه مخنیوی وکړي، خو طالبانو ویلي چې «دا د دوی دنده نه ده» او یوازې کولای شي د هغو کسانو د فعالیتونو مخه ونیسي چې د افغانستان له خاورې څخه پر پاکستان بریدونه کوي.

سرچینې زیاته کړې چې طالبانو له پاکستاني لوري دا هم غوښتي چې د داعش ډلې ته اجازه ور نه کړي څو د پاکستان له خاورې څخه پر افغانستان بریدونه طرحه کړي.

د طالب چارواکي په وینا، د ترکیې د خبرو پر مهال د طالبانو درېیمه غوښتنه دا وه چې د پاکستاني بې‌پیلوټه الوتکو له خوا د افغانستان پر فضایي حریم د پرلپسې ګزمې مخه ونیول شي، خو د پاکستاني پلاوي استازو د دغو ټولو غوښتنو په وړاندې «بې‌پروايي ښودلې ده»

په همدې حال کې د پاکستان د پوځ ویاند، احمد شریف چودري، د دوشنبې په ورځ په یوې خبري غونډه کې ټینګار وکړ چې د پاکستان غوښتنه د افغانستان له خاورې څخه د «ترورېزم» پای ته رسول «د بحث وړ نه ده»، او طالبان باید د تحریک طالبان پاکستان یا مخه ونیسي.