د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، د سهشنبې په ماښام نامعلومو وسلوالو د بلوچستان ایالت د کویټې د کاچي سیمه کې د پولیسو پر یوې پوستې برید کړی او وروسته یې هغه سوځولې ده.
په ورته مهال، د دې سیمې اړوند د پولیسو د تالاشۍ پر یوه بله پوسته هم د لاسي بم د برید شوې دی.
رسنیو د دغو بریدونو د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه څه نهدي ویلي.
د پاکستان د امنیتي چارواکو په وینا، دوه ډلې وسلوال، چې درنې وسلې یې له ځان سره لرلې، د کاچي د ختان په سیمه کې د پولیسو پر پوستې برید کړی دی.
دوی زیاتوي چې دغه پوسته تازه د مالدارۍ ادارې په یوه ودانۍ کې جوړه شوې وه او له پولیسو سره د ادغام وروسته د پولیسو ځواکونو ته سپارل شوې وه.
د بلوچستان ایالت ناامنه سیمې له کلونو راهیسې د بېلتونپالو ډلو، طالبانو او نورو وسلوالو ډلو د فعالیتونو شاهدې دي. دا ډلې وخت ناوخت د امنیتي ځواکونو پر پوستو، د سړک غاړې ګزمې، او دولتي ودانیو بریدونه کوي.
په وروستیو میاشتو کې د کویټې او شاوخوا سیمو امنیتي وضعیت یو ځل بیا ترینګلی شوی، او د پولیسو او پوځ پر مرکزونو بریدونه زیات شوي دي.
د پاکستان حکومت وايي چې د دغو بریدونو ډېری مسوولیت د بلوچستان د بېلتونپالو وسلهوالو پر غاړه دی، خو ځینې وخت د طالبانو اړوند ډلې هم ورته حملې ترسره کوي.
