افغانستان سیاست

طالبانو د اسحاق ډار هغه ادعا رد کړه، چې ګنې متقي ورسره په یوه ورځ ۶ځلې ټلیفوني اړیکې نیولي

عکس از وزیران خارجه طالبان و پاکستان

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې له لارې د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر، محمد اسحاق‌ډار هغه ادعا رد کړې ده چې ویلي یې وو امیرخان متقي له دوی سره په یوه ورځ کې شپږ ځلې ټلیفوني تماس نیولی دی.

محمد اسحاق‌ډار د سه‌شنبې په ورځ د پاکستان د پارلمان په غونډه کې ویلي وو، چې د طالبانو بهرنیو چارو وزیرامیرخان متقي د دوشنبې ورځ له دوی شپږ ځلې ټلیفوني تماسونه نیولي دي.

خو د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند، حافظ ضیا احمد تکل، په خپره شوې اعلامیه کې ویلي دي: «په حقیقت کې د دواړو لورو لومړنۍ ټلیفوني اړیکه د تفاهم او متقابلې همغږۍ په چوکاټ کې ترسره شو. په دې تماس کې ښاغلي اسحاق‌ډار له موضوع څخه د نه‌خبرۍ څرګندونه وکړه او ویې ویل چې له بشپړ معلوماتو وروسته به بېرته اړیکه ونیسي. د همدې پر بنسټ، دوهم تماس ترسره شو. یوه ورځ وروسته ښاغلي ډار یو ځل بیا هڅه وکړه له موږ سره اړیکه ونیسي، خو د بېلابېلو لاملونو له امله دا اړیکه ونه‌نیول شوه.»

په اعلامیه کې زیاته شوې چې طالبان تل هڅه کوي له ګاونډیو هېوادونو سره د «احترام، تفاهم او مثبتو اړیکو» پر بنسټ تعامل وکړي. اعلامیه زیاتوي چې د طالبانو حکومت هیله لري د پاکستان لوړپوړي چارواکي هم په خپلو څرګندونو او خبرو کې د واقعیتونو د سمو انعکاسونو ته پاملرنه وکړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر دغه راز ویلي چې په دغو ټلیفوني خبرو کې یې امیرخان متقي ته څرګنده کړې چې د اسلام‌اباد یوازینۍ غوښتنه دا ده چې د افغانستان خاوره د پاکستان په ضد ونه کارول شي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د طالبانو او پاکستان تر منځ د درېیم پړاو خبرې سبا (پنج‌شنبه، د لړم ۱۵مه) په استانبول، ترکیه کې ترسره کېږي.

تر دې وړاندې دوه سرچینو آمو ته تایید کړې وه چې د طالبانو پلاوی، د طالبانو د استخباراتو رئيس، عبدالحق وثیق په مشرۍ د چهارشنبې په ورځ ترکیې ته سفر کوي.

د راپورونو له مخې، د پاکستان د پلاوي مشري ، د آی‌اېس‌ آی مشر عاصم ملک پر غاړه لري، خو د پاکستان چارواکو تر اوسه په دې اړه رسمي څرګندونې نه‌دي کړې.