افغانستان

د کابل له پوهنتونه د نجونو زده‌کړیالانو د ایستلو پروړاندې د ښځو اعتراض

Women’s protest in Kabul. Oct. 2022.

یو شمېر ښځو د کابل له پوهنتون څخه د نږدې ۴۰ نجونو محصلینو د ایستلو په غبرګون پلازمینه کې اعتراض وکړ.

دغه نجونې په مرکزي لیلیه کې د نجونو د مسمومېدو خبر د رسنیز کولو له امله، چې موده مخکې رامنځته شو د طالبانو له خوا له پوهنتونه وایستل شوې.

موده مخکې طالبانو د کابل په دشت برچي کې پر کاج ښوونیز مرکز د برید د غندلو لپاره د دغو نجونو له لاریون څخه د مخنیوي لپاره هغوی مسمومې کړې.

ویل کېږي ډېری دغه نجونې چې د کابل له پوهنتونه ایستل شوې دي هزاره دي.

«طالبان د پوهې دښمنان دي»

د دغه لاریون یوه همغږې کوونکې ترنم سیدي د آمو ټلویزیون خبریال ته وویل: «دغه اعتراض د کابل له پوهنتون څخه د ۴۰ نجونو د ایستلو په تړاو د طالبانو د ظالمانه اقدام په غبرګون کې د کابل پوهنتون مخې ته رامنځته شوی دی او موږ د طالبانو دغه ظالمانه اقدام غندو.»

نوموړې د دې په بیان چې طالبانو وروسته له هغې دغه نجونې له پوهنتونه ایستلې، چې د کابل پوهنتون په مرکزي لیلیه کې یې د نجونو د مسمومېدو خبر خپور کړ وویل: «که څه هم طالبانو هڅه وکړه چې د نجونو د مسمومېدو موضوع پټه پاتې شي؛ خو بریالي نه شول. اوس دغه نجونې د دې موضوع د رسنیزېدو عامل ګڼي له پوهنتون څخه ایستلې دي.»

د دغه لاریون یوه ګډونواله محجوبه حبیبي د طالبانو اقدام «له دښمنی ډک» بولي او ټینګار کوي: «طالبان د پوهې دښمنان دي؛ له همدې امله یې تل هڅه کړې موخو ته د رسېدو لپاره د زده‌کوونکو او زده‌کړیالانو مخه ونیسي.»

هغې په دوام کې وویل: «هر څوک چې د دې ډلې رښتینې څېره ښکاره کړي د هغوی دښمن دی. طالبان پوه شوي چې نجونې او ښځې هېڅکله د دې ډلې پروړاندې نه تسلیمېږي.»

په دغه اعتراض کې ګډون کوونکې له نړیوالې ټولنې غواړي، چې طالبان هېڅکله په رسمیت ونه‌پېژني.

هغوی ټینګار کوي، چې نن له ایستل شویو محصلینو د دفاع لپاره سره غونډې شوې دي ترڅو چې د هغوی غوښتنو ته پاملرنه ونه‌شي خپلو اعتراضونو ته به دوام ورکړي.

نږدې شل ورځې مخکې د کابل په دشت برچي سیمه کې پر کاج ښوونیز مرکز د برید د غندلو لپاره په ټول هېواد او نړۍ کې پراخ اعتراضونه وشول. اعتراض کوونکو د هزاره‌وو د نسل وژنې درېدو غوښتنه وکړه. په هماغه ورځو کې ټاکلې وه چې د کابل پوهنتون زده‌کړیالانې اعتراضي لاریون وکړي؛ خو د طالبانو له خوا د دغو نجونو د مسمومېدو په اړه راپورونه خپاره شول او د دغې موضوع رسنیز کېدو د دې ډلې غوسه راوپاروله.