د ایران اسلامي جمهوریت سفارت په کابل کې د سمنګان د زلزلې له امله له افغانانو سره خپله ژوره خواخوږي څرګنده کړې ده.
سفارت ویلي، چې د شمالي افغانستان وروستۍ زلزله چې مرکز یې سمنګان ولایت و، د خلکو د مرګژوبلې او مالي زیانونو سبب شوې او دا پېښه یې د خواشینۍ وړ بللې ده.
په اعلامیه کې د وژل شویو کسانو لپاره د بخښنې او د ټپیانو لپاره د ژر روغېدو دعا شوې او له اغېزمنو کورنیو سره یې خواخوږي څرګنده شوې ده.
سفارت زیاتوي، چې د ایران اسلامي جمهوریت به د پخوا په څېر د سختو حالاتو پر مهال د افغانستان له خلکو سره ولاړ وي او له افغان چارواکو سره د همغږۍ وروسته به اړینې مرستې ورسوي.
د امریکا د جیولوژي سروې ادارې په وینا، دا زلزله د ځمکې له سطحې شاوخوا ۲۸ کیلومتره په ژوروالي رامنځته شوې او د مزارشریف ښار او سمنګان ولایت ګڼې برخې یې لړزولي دي. یادې ادارې د «نارنجي کچې خبرتیا» ورکړې او خبرداری یې ورکړی، چې دا زلزله ښايي د پام وړ انساني او مالي زیانونه ولري.
