روغتیا

تر ۵ کلنۍ کم عمره ۶ میلیونه ماشومان به د ګوزن پروړاندې واکسین شي

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت د نړیوالو بنسټونو په همکارۍ د هېواد په ۲۲ ولایتونو کې نن د ګوزڼ ضد واکسین یو فرعي کمپاین په لار اچولی دی. دغه پروګرام به څلور ورځې دوام ومومي او اټکل کېږي، چې تر پنځه کلنۍ کم عمره نږدې ۶ میلیونه ماشومان به په دغه کمپاین کې واکسین شي.

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت ویلي، چې په اوسني وضعیت کې هغه ولایتونه د دغه کمپاین تر پوښښ لاندې دي، چې د خپرېدو خطر پکې زیات دی.

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکتر شرافت زمان په دې اړه وایي: «دغه کمپاین د سویلي، سویل ختیځ، ختیځ، شمالي، لوېدیځ او مرکزي ولایتونو ۱۹۴ ولسوالۍ تر خپل پوښښ لاندې راولي؛ هغه ولایتونه چې د ګوزڼ ویروس د خپرېدو ګواښ پکې زیات دی.»

له دې مخکې هم افغانستان کې په روان زېږدیز کال کې د ګوزڼ د له منځه وړلو لپاره د ماشومانو د واکسیناسیون شپږ دورې ټولیز کمپاین او دوې دورې فرعي کمپاین اجرا شوی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې افغانستان تر بلې هر مودې زیات د ګوزڼ ناروغۍ بشپړ له منځه تلو ته نږدې شوی دی او د روان زېږیز کال له پيل راهیسې په پکتیکا او کونړ ولایتونو کې د ماشومانو د ګوزڼ دوې مثبتې پېښې راپور شوې دي، چې د تېر ۲۰۲۱ کال د ۴ پېښو او د ۲۰۲۰ کال د ۵۶ پېښو په پرتله د پام وړ کموالی ښيي.

هرات کې د طالبانو د عامې روغتیا مرستیال ډاکتر محمد اصف کبیر وایي: «د کمپاین په دې دوره کې به په هرات کې ۲۹۰ زره تر پنځه کلنۍ کم عمره ماشومان واکسین ترلاسه کړي.»

دا په داسې حال کې ده، چې د مسوولینو په وینا په تېرو درېیو کلونو کې د هېواد په لوېدیځ حوزه کې هېڅ مثبته پېښه نه ده ثبت شوې.

د ګوزڼ د بشپړ له منځه وړولو لپاره له کورنیو غوښتنه

د هرات یوه اوسېدونکې ریحانه رضایي د ګوزڼ پروړاندې د ماشومانو له واکسین کېدو د خوښۍ په څرګندولو وایي: «زه له کورنیو غواړم چې د ګوزڼ واکسین په دغه کمپاین کې برخه واخلي او خپل ماشومان واکسین کړي ترڅو هغوی له دایمي فلج څخه وژغوري.»

د کابل اوسېدونکې سیما هم له کورنیو غواړي، چې د ګوزڼ پروړاندې د خپلو ماشومانو په واکسینولو د هغوی لپاره یو سالم راتلونکی جوړ کړي.

د کندهار ولایت اوسېدونکی عبدالعظیم ټینګار کوي: «حکومت او خلک باید یو بل ته لاس ورکړي ترڅو د ګوزڼ ویروس د هېواد په ټولو برخو کې له منځه ولاړ شي او نور د خپلو ماشومانو د فلج شاهد ونه اوسي؛ ځکه دغه قشر د هېواد راتلونکی جوړوي.»

پولیو د ماشومانو د ګوزڼ ناروغۍ عامل ویروس دی چې درملنه نه لري او یوازې تر پنځه کلنۍ کم عمره ماشومانو ته د واکسین ورکولو له لارې یې مخنیوی کېږي. که ماشومانو واکسین نه شي دغه ویروس د هغوی د دایمي فلج یا هم مړینې لامل ګرځي. دغه ویروس د ملا په تیر کې مهمو عصبي رشتو یا نخاع ته په زیان رسولو د بدن د فلج کېدو لامل کېږي.