د طالبانو د کډوالو چارو کمېسیون د وروستي راپور له مخې، د یکشنبې په ورځ (د لړم ۱۱مه) له پاکستان څخه شاوخوا ۱۵۲۳۴ افغان کډوال په اجباري توګه هېواد ته ستانه شوي دي.
د راپور له مخې، دا کډوال له بېلابېلو لارو افغانستان ته داخل شوي، چې ډېری یې د سپین بولدک او تورخم له لارو راستانه شوي دي. یوازې د سپین بولدک له لارې ۱۲۲۵ کورنۍ (۶۸۰۰ تنه) او د تورخم له لارې ۱۲۰۴ کورنۍ (۶۴۹۵ تنه) هېواد ته ستنې شوي دي.
راپور زیاتوي، چې د راستنو شویو کډوالو د ثبت او بایومټریک پروسه بشپړه شوې او د هغوی د لېږد، مالي مرستو او روغتیايي خدمتونو چارې هم روانې دي. د لېږد او کرایې په نوم کډوالو ته شاوخوا ۱،۵۵ میلیونه افغانۍ ورکړل شوې دي.
د کډوالو د عامه پوهاوي په موخه هم د تورخم او ورېښمو په لارو کې د اسلامي نظام، زغم، ښوونې، روزنې او د شریعت د لارښوونو په اړه معلومات ورکړل شوي دي.
د وروستیو نښتو او ترینګلتیا له امله د تورخم او سپین بولدک لارې څو ورځې تړلې وې، چې له کبله یې زرګونه افغان کډوال د تګ له اجازې بېبرخې پاتې شوي وو. د راپورونو له مخې، له پرون راهیسې د دواړو لورو ترمنځ د لارو د پرانیستلو له پرېکړې وروسته یو ځل بیا د افغان کډوالو د ستنېدو بهیر پیل شوی دی.
له دې سره هممهاله، د پاکستان حکومت د هغو افغان کډوالو د ایستلو لړۍ چټکه کړې ده چې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري. د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېسارۍ وايي، د اکتوبر له پیل راهیسې هره ورځ په زرګونه افغانان په اجباري توګه هېواد ته ستنېږي. د بشري حقونو سازمانونه دا کړنې د نړیوالو اصولو خلاف بولي او له اسلاماباده غواړي چې د جبري ایستنو لړۍ پای ته ورسوي.
