امنیت

فرانسه کې پولیسو یو افغان وګړی له داعش ډلې سره تړاو په تور نیولی دی

فرانسه کې پولیسو یو افغان وګړی د داعش ډلې سره د تړاو په تور نیولی

د فرانسې د ترهګرۍ ضد ملي څارنوالۍ دفتر ویلي، یو ۲۰ کلن افغان د داعش ډلې سره د احتمالي اړیکو په تور نیول شوی دی.

د فرانس پرېس آژانس د راپور له مخې، یاد کس تېره اونۍ په لیون ښار کې نیول شوی او دا مهال په موقتي توقیف کې ساتل کېږي.

نوموړی د «ترهګرې ډلې غړیتوب او د هغې مالي ملاتړ» په تور تورن شوی دی.

د فرانسې د ترهګرۍ ضد واحد ویلي، دغه کس د «افراطي ایډیالوژۍ» پلوی و او له داعش ډلې سره یې اړیکې لرلې.

د فرانسې امنیتي چارواکو په وینا، هغه د داعش د تبلیغاتي موادو په ژباړه او خپرونه کې رول درلود او یو څه پیسې یې هم د دغې ډلې د ملاتړ لپاره لېږلې وې.

د فرانسې ورځپاڼې د «لو پاریزین» راپور ورکړی چې نوموړی څو کاله وړاندې فرانسې ته تللی او مخکې هم د «ترهګرۍ د ستاینې» په تور تر پوښتنو لاندې راغلی و.

د راپور له مخې، هغه به په ټولنیزو شبکو، په ځانګړي ډول ټیک‌ټاک او سنپ‌چټ کې، افراطي او توندلارې خپرونې ایډیټ او خپرولې.

راپور زیاتوي، د داعش خراسان څانګه چې په افغانستان، پاکستان او د مرکزي آسیا په هېوادونو کې فعالیت لري، د تېرو کلونو څو خونړیو بریدونو مسؤله ګڼل کېږي، چې یو یې د ۲۰۲۴ کال د مارچ میاشتې د مسکو د کنسرت هال برید و، چې له ۱۵۰ ډېر کسان پکې ووژل شول.