سیاست

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له طالبانو سره د درېیم پړاو خبرو کې مثبتې پایلې ته هیله مند دی

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر اندرابي، د جمعې په ورځ هیله څرګنده کړه چې د اسلام‌اباد او طالبانو درېیم پړاو خبرې، چې ټاکل شوې راتلونکې اونۍ په استانبول کې ترسره شي، مثبتې پایلې ولري.

د دغو خبرو دوېم پړاو، چې د ترکیې او قطر په منځګړیتوب ترسره شوی و، ټاکل شوې وه یوازې دوه ورځې دوام وکړي، خو د دواړو لورو د نظر اختلافونو له امله څلور ورځو ته وغځیدی.

اندرابي زیاته کړه: «پاکستان له خپل دریځ څخه د بدلون پرته، چې د افغانستان خاوره باید د پاکستان پر ضد د ترهګریزو فعالیتونو لپاره ونه کارول شي، په دغو خبرو کې ګډون کړی دی.»

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ټینګار وکړ چې هېواد یې د تاوتریخوالي د زیاتېدو غوښتونکی نه دی، خو له طالبانو تمه لري چې په خپلو کړو نړیوالو ژمنو ته عمل وکړي او «د ترهګرو ډلو پر ضد څرګند او د باور وړ اقدامات وکړي.»

د طالبانو ویاند په مکرر ډول د پاکستان دغه تورونه رد کړي، او پاکستان کې روان امنیتي وضعیت یې د هغه هېواد داخلي ستونزه بللی ده.

تېره ورځ د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني د پاکستاني مسوولینو وروستیو څرګندونو ته په ځواب کې وویل، چې د ټي ټي پي او نورو ناراضه ډلو موجودیت د اسلام اباد د غلطو پالیسو پایله ده، او دا ستونزې د طالبانو له راتګ ډېر وړاندې پېدا شوې وې.