د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ او د پاکستان د ملي اسمبلۍ پخوانی غړی علي وزير، چې په سکر مرکزي زندان کې بندي و، تري تم شوی دی. د نوموړي پلويانو او د بشري حقونو فعالانو دا پېښه د «دولتي جبر دوام» بللې او وايي، دا هڅه د هغه د زړور او ازاد غږ د خاموشولو لپاره روانه ده.
په خپره شوې اعلامیه کې ويل شوي، علي وزير د هغو مظلومو خلکو غږ دی چې تل یې د ظلم، زور او استعماري نظام پر ضد بېپروا مبارزه کړې ده، خو اوس هڅه کېږي چې دا ریښتینی او بېباکه غږ چوپ کړل شي.
اعلامیه زیاتوي چې له سکر زندانه د علي وزير تري تم کېدل نه يوازې د بشري حقونو څرګنده سرغړونه ده، بلکې دا د هغه پخواني دولتي فشارونو دوام هم دی چې تل د حق او عدالت غوښتونکو غږونه تر ګواښ لاندې راولي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي او د بشري حقونو فعالان له نړیوالې ټولنې او د بشري حقونو له بنسټونو غوښتنه کوي، چې د علي وزير د موندلو او خوشې کولو لپاره عاجل ګامونه پورته کړي.
علي وزير له څو کلونو راهيسې د پښتنو د حقونو، د جبري تري تم شويو کسانو او د پوځي عملياتو پر ضد فعاله مبارزه کوي او څو ځل يې د همدغه دريځ له امله بند هم تېر کړی دی.
