کډوالي

پاکستان د افغان کډوالو د نیولو پراخ شپني عملیات پېل کړي

د پاکستان پولیسو د جمعې په شپه د اسلام‌اباد په فیصل ټاون او نورو ښارګوټو کې د افغان کډوالو د نیولو او ایستلو پراخ عملیات پيل کړي دي.

سرچینې وایي، عملیات د شپې شاوخوا یوه نیمه بجه پیل شوي او پولیس کور په کور د تلاشي او نیونو لړۍ ته دوام ورکوي. د عیني شاهدانو په وینا، پولیس د هرې دروازې تر شا درېږي، دروازې ټکوي، ماتوي یې او آن ناروغان، ښځې او ماشومان له خوبه راویښوي او نیسي یې.

ویل کېږي، دا عملیات د هغو افغان کډوالو د ایستلو د بهیر یوه برخه ده چې قانوني اسناد نه لري. تر اوسه د نیول شویو کسانو دقیق شمېر نه دی څرګند شوی.

په پاکستان کې د افغان کډوالو وضعیت له تېرو څو میاشتو راهیسې ترینګلی شوی دی. د پاکستان حکومت په وروستیو کې اعلان وکړ چې له هېواد څخه به هغه افغان کډوال وباسي چې قانوني اسناد نه لري. د دې پرېکړې له عملي کېدو وروسته، لسګونه زره افغانان یا په زور بېرته استول شوي یا یې پخپله د اخراج له وېرې افغانستان ته ستنېدلي دي. ډېری افغان کډوال وایي، د پولیسو له لوري ورسره ناوړه چلند کېږي، قانوني اسناد نه ورته پېژندل کېږي او د استوګنې، کار او زده کړو له جدي محدودیتونو سره مخ دي.