کډوالي

اسلام‌اباد کې د طالبانو سفیر: دا مهال شاوخوا ۱۰۰۰۰ افغانان د پاکستان په زندانونو کې دي

په اسلام‌اباد کې د طالبانو حکومت سفیر سردار احمد شکیب ویلي، چې دا مهال نږدې ۱۰۰۰۰ افغان کډوال د پاکستان په توقیف مرکزونو او زندانونو کې بند پاتې دي.

ښاغلي شکیب دا څرګندونې د افغان کډوالو د روان وضعیت په اړه په یوې رسمي اعلامیه کې کړې دي. نوموړي ویلي، چې د تورخم او بولدک د تګ راتګ لارې له شاوخوا شلو ورځو راهیسې تړل شوې دي، او له امله یې د دواړو هېوادونو تر منځ سوداګري، ټرانزیټ او د خلکو تګ راتګ په بشپړه توګه درېدلی دی.

هغه ویلي، د لارو تړل کېدو له کبله زرګونه افغان کډوال له خپلو کورنیو سره د سړکونو پر غاړه بند پاتې دي او له سختو انساني شرایطو سره مخ دي. د سفیر په وینا، د خوراک، درملو، سرپناه او پاکو اوبو نشتون د ګڼو ستونزو لامل شوی او په تېرو څو ورځو کې درې ماشومان او یوه ښځه د سختو حالاتو له امله مړه شوي دي.

شکیب د پولیسو له‌خوا د افغان کډوالو د نیولو او شړلو لړۍ «شدید بشري اندېښنه» بللې او ویلي یې دي، چې په بېلابېلو سیمو، په ځانګړي ډول د پنجاب، سیالکوټ، خوشاب او اټک په برخو کې افغان کډوال د پولیسو له لوري د پیسو په بدل کې خوشي کېږي.

د طالبانو سفارت له پاکستاني حکومت غوښتی، چې د تورخم، بولدک، انګور اډې او غلام خان په ګډون د ټولو تګ راتګ لارو د ژر پرانیستلو لپاره اقدام وکړي، څو افغانان وکولای شي په منظم او باعزته ډول خپل هېواد ته ستانه شي.

سفارت همدارنګه ټینګار کړی، چې تر څو دغه لارې پرانیستل کېږي، د کډوالو د شړلو لړۍ دې ودرول شي، او له توقیف شویو افغانانو سره دې په انساني او درناوي ډک چلند وشي.

شکیب د ملګرو ملتونو د کډوالو له عالي کمیشنرۍ او نورو نړیوالو ادارو هم غوښتنه کړې، چې د افغان کډوالو د منظم او باعزته ستنېدو لپاره خپلې مرستې پراخې کړي، څو له یوې لویې بشري فاجعې مخنیوی وشي.

هغه په پای کې له هغو ولسي وګړو مننه کړې، چې د تورخم او چمن په سیمو کې له بند پاتې افغانانو سره یې مرسته کړې او ویلي یې دي، چې دا د «اسلامي ورورولۍ او انسانیت ښکاره بېلګه» ده.

د پاکستان حکومت تر اوسه د افغان زندانیاو په اړه څه نه دي ویلي خو وايي چې د ناقانونه مېشتو افغانانو د شړلو بهیر د ملي امنیت او قانون د پلي کولو په موخه ترسره کېږي. اسلام‌اباد ټینګار کوي، هغه کسان چې قانوني اسناد نه لري، باید په منظم ډول خپل هېواد ته ستانه شي. حکومت زیاتوي چې دغه اقدام د افغان کډوالو پر ضد نه، بلکې د «بې اسنادو بهرنیانو» د قانوني ثبت او کنټرول برخه ده، او هڅه کوي دا پروسه په انساني ډول تر سره شي.