امنیت

د ترکیې او قطر ګډه اعلامیه: د طالبانو او پاکستان تر منځ به په ۶ نومبر په استانبول کې بیا ځلې خبرې پیل شي

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت د یوې ګډې اعلامیې له مخې، د طالبانو او پاکستان تر منځ د سولې او اوربند د پیاوړتیا په موخه د نوو خبرو لړۍ به د نومبر په ۶مه نېټه په استانبول کې بیا پیل شي.

د اعلامیې له مخې، د اکتوبر له ۲۵مې تر ۳۰مې پورې د ترکیې او قطر په منځګړیتوب په استانبول کې د دواړو لورو تر منځ خبرې وشوې، چې هدف یې د هغه اوربند پیاوړتیا وه، کوم چې د اکتوبر په ۱۸ او ۱۹مه په دوحه کې د دواړو خواوو تر منځ د ترکیې او قطر په منځګړیتوب شوی و.

په اعلامیه کې ویل شوي، چې ټولې خواوې د اوربند د دوام پر سر سلا شوې دي او پرېکړه یې کړې، چې د اوربند د پلي کولو د څرنګوالي په اړه به په راتلونکې غونډه کې وروستۍ پرېکړې وشي.

د ترکیې او قطر په وینا، د خبرو ټولو ګډونوالو موافقه کړې چې د اوربند د څارنې او د سرغړونې د مخنیوي لپاره یو ګډ میکانېزم رامنځته کړي، څو د سولې دوام یقیني او د سرغړوونکو پر وړاندې لازم اقدامات وشي.

ترکیه او قطر، چې د دې بهیر منځګړیتوب کوي، د طالبانو او پاکستان د رغنده دریځ ستاینه کړې او ټینګار یې کړی، چې دوی به د دائمي سولې او سیمه‌ییز ثبات د ټینګښت لپاره خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.