سویلي آسیا

نړیوال بانک: روان کال کې د پاکستان اقتصادي وده یوازې ۳ سلنه ده

نړیوال بانک په یوه تازه راپور کې ویل شوي چې ۲۰۲۵ کال تر جون میاشتې د پاکستان اقتصادي وده  یوازې ۳ سلنه اټکل شوې وه او دا کچه د دغه هېواد د نفوس د چټک زیاتوالي او د کار موندنې اړتیاوو د پوره کولو لپاره ناکافي ده.

په راپور کې راغلي چې د راتلونکي مالي کال لپاره هم د پاکستان د اقتصاد د ودې کچه یوازې ۳.۴ سلنه اټکل شوې، چې دا د هغو ۱.۵ میلیونه کسانو د جذب لپاره بسنه نه کوي، چې هر کال د کار بازار ته داخلېږي.

د نړیوال بانک اقتصاد پوه مختارالحسن اسلام‌اباد کې یوې خبري ناستې ته وویل:

«د پاکستان اقتصاد د معمول د کار کولو په حالت کې پرمختګ نشي کولای.

 دا هېواد د رقابت کمزوري، نیمګړو اصلاحاتو او پرله‌پسې کړکېچونو له امله د ودې له اصلي ظرفیت څخه پاتې شوی دی.»

د نړیوال بانک له نظره، د پاکستان حکومت باید له لنډ مهالو ثباتي پالیسیو واوړي او د اوږدمهاله جوړښتي اصلاحاتو پر لور حرکت وکړي، هغه اصلاحاتي اقدامات چې باید د تولید زیاتوالي، صادراتو د پراختیا او د خصوصي پانګونې د جذب پر بنسټ وي.

راپور زیاتوي چې د تېر دوه کلونو له مالي فشارونو وروسته، د پاکستان اقتصاد یو څه ثبات موندلی، خو ژورې او اساسي ستونزې لا هم نه دي حل شوې.

د بلومبرګ د رپوټ له مخې، د داخلي تقاضا کموالی او د څو کلونو لوړ انفلاسیون وروسته د بیو ټیټېدل (له ۱۰ سلنې څخه کم) د نسبي ثبات نښې ګڼل شوي دي.

د نړیوال بانک ارشد اقتصادپوهه کریستینا ویزر، ویلي چې تېر کال پاکستان د فقر کچه له ۲۵ سلنې ۲۲ سلنې ته راټیټه شوې، او تمه ده چې په روان مالي کال کې شاوخوا ۲۱ سلنه پاتې شي.

نړیوال په پای کې ټینګار کړی چې د پاکستان د اقتصاد د دوامدارې ودې او پراخې کاري زمینې د رامنځته کولو لپاره باید اساسي او اغیزمن اصلاحات رامنځته شي او ځانګړي ډول د زیان‌ور دولتي شرکتونو PIA(لکه د پاکستان نړیوالې هوايي کرښې) خصوصي کول او د انرژۍ د سکتور اصلاح، چې اوس مهال د IMF د پور پروګرام تر چتر لاندې روان دي.