کډوالي

پاکستان د افغان کډوالو د نیولو او شړلو بهیر ګړندی کړی

انځور اسلام اباد کې د پولیسو لخوا د افغان کډوالو د نیولو عملیات، ارشیف څخه

په داسې حال کې چې د طالبانو او د پاکستان د پلاوو خبرې اترې په ترکیه کې له کړکېچ سره مخ شوې، د پنجاب ایالت چارواکو امر کړی چې ټول بې‌سند افغان کډوال ونیول شي او له هېواده وشړل شي.

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې په دغه ایالت کې افغان کډوالو ته د کورونو، هوټلونو او نورو استوګنیزو ځایونو کرایه ورکول هم منع اعلان شوي دي.

افغان کډوال وايي، له درې ورځني وقفې وروسته، د کورونو د تالاشي، نیونو او شړلو لړۍ په ټول پاکستان کې بېرته پیل شوې ده او دوی هره شېبه له وېري او ډار سره ژوند کوي.

یو افغان کډوال ملک اول خان وايي: «د کډوالو وضعیت هره ورځ خرابېږي. د پاکستان پولیس موږ نیسي، کمپونو ته مو انتقالوي، او په تېرو څو ورځو کې د نیونو شمېر ډېر زیات شوی دی.»

یو بل نیول شوی کډوال زیاتوي: «موږ یې حاجي کمپ ته یووړلو. زموږ وضعیت ډېر خراب دی او د شړلو خطر شته. زموږ ژوند له ګواښ سره مخ دی.»

د بشري حقونو فعالان هم خبرداری ورکوي چې د طالبانو او د پاکستاني چارواکو تر منځ د خبرو تر ناکامېدو وروسته، د افغان کډوالو حالت ډېر خراب شوی دی. دوی وايي، کډوال د شپې له وېري نه شي ویده کېدای او د ورځې د پولیسو له نیولو د تېښتې لپاره بهر ګرځي.

عزت‌الله بخشي، د بشري حقونو فعال، وايي: «د خبرو له بندېدو وروسته په پاکستان کې د کډوالو وضعیت په شدیده توګه خراب شوی دی.»

افغان کډوال ټینګار کوي چې د نیونو او جبري شړلو دا لړۍ په داسې حال کې چټکه شوې چې د پاکستان حکومت له تېرو شپږو میاشتو راهیسې د افغان وګړو د ویزو د غځولو بهیر په بشپړ ډول درولی دی. دغه اقدام زرګونه کورنۍ، چې پکې خبریالان، پخواني پوځي افسران او د بشري حقونو فعالان شامل دي، د نیونې او جبري شړلو له خطر سره مخ کړې دي.

Top of Form

Bottom of Form